ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
۱-قانون
لومړنی قانون((خدای پیژندنه ده)) که چېرې دې دا لومړی قانون عملي کړ بل هېڅ قانون ته اړتیا نه شته.(یوهان ولفګانګ ګوته)
د قانون پر وړاندې شتمن او بې وزله توپیر نه لري، ټول د قانون پر وړاندې یو ډول دي.(شوپنهاور)
له قانونه بې رحمه او وچ، په عینې حال کې ترې لطیف او مهربانه هم څه نه شته.(روبسپیر)
زه تیار یم چې ځان ترې قربان کړم، خو قانون چې هر ډول وي باید عملي شي.(سقراط)
د نړۍ ټول قوانین د الهي قوانینو پر وړاندې بې ارزښته او بې اعتباره دي.(پوشکین)
په هر ټولنه او هېواد کې چې ټولنیزه پوهه لوړه وي په هماغه سطحه پکې قانون په پراخه او سمه توګه پلی کېږي.(بالزاک)
قانون د تورې پر زور عملي کېدونکی نه دی.(ژول سیزر)
قانون هغه فرمان دی چې ټول مکلف دي هغه ومني.(بنیامین فرانکلن)
هېڅ قانون هېڅ وخت د منځه تللی نه شي، خو د یو نوي قانون تر جوړېدو ورسته ممکن دی. (اندره موروا)
قانون د وګړو ناموس دی. (اوګوست کنت)
قانون یعنې دیموکراسي او بې قانوني یعنې دیکتاتوري.(مارک اورل)
له قانون پرته به هېڅ ټولنه پایښت (دوام) ونه کړي.(هانري میلر)
که هرڅوک خپله ټولنیزه دنده په سمه توګه وپېژني، بیا نو قانون ته اړتیا نه شته.(ژان ژاک روسو)
دا ډېره جالبه ده هغوی چې د قانون د پلي کولو ډېرې چیغې وهي هماغوی قانون ماتوي.(بنیامین ډیزرائیلي)
له قانونه د سړغړونکو په نظر د قانون تطبیق خپله بې قانوني ده.(مترلینګ)
له دریو تنو د قانون غوښتنه مه کوه: مغرور،کافر او لیونی.(محمد غزالي)
قانون یعنې له ازادې سوء استفادې د خلکو مخنیوی.(اسپنوزا)
تر ټولو بدترینه بې قانوني داده چې خپله قانون جوړونکی قانون تر پښو لاندې کړي. (ښوونکی)
۲- قدرت
تر څو چې پوره قدرمند شوی نه یې باید اطاعت وکړې.(ناپلئون بناپارت)
جمساني قدرت تېریدونکی او روحي قدرت تلپاتې دی.(سروانتس)
له قدرت سمه ګټه اخېستنه خدمت او ناسمه خیانت دی.(موریس مترلینګ)
هېڅ یو قدرت په خپل حال پاتې کېدونکی نه دی.(سقراط)
تر کله چې قدرت ته نه یې رسیدلی، نو مننونکی اوسه او کله چې ورته ورسیدې بې غروره اوسه. (اناتول فرانس)
تاریخ ثابته کړې چې د انسانانو ټولې شخړې او اختلافات پر قدرت د غره کېدو له امله دي.(جرج واشنګټن)
د قدرت د ښودلو تر ټولو مننونکې، پخوانۍ لار او وسیله سپورت دی.
(لا پلاس)
پیسې او صلاح د قدرت نمونې دي.(ادیسون)
قدرت هغه تورې ته ورته دی که دې په سمه توګه استعمال نه کړ، نو پر تا به وار وکړي.(روسو)
په نړۍ کې د هر قوي قدرت پر وړاندې قوي قدرت شتون لري.