![یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2024/05/Untitled-6-678x381.jpeg)
ژباړه: سلګۍ احساس
۱۲ هغه وړاندیزونه چې له ژوند نه په ښه استفاده کولو ترې باید کار واخیستل شي:
۱- په خپل ژوند کې د اشخاصو او ښو شیانو قدر کوونکي اوسئ، ځینې وخت هغه کارونه چې نور یې زمونږ لپاره کوي موږ یې نه وینو تر هغو چې مونږ ته څوک ونه وایي. نو پکار ده چې باید داسې نه اووسو.
د هغه څه لپاره چې لرې یې او هغه کسان چې تاسو سره مینه لري، ستاسو خیال ساتي او ستاسو په تړاو ښه فکر لري نو د هغوی قدر وکړئ.
ددې په قدر هغه وخت پوهیږئ چې څوک درسره نه وي او یوازې یئ.
د خپلو او خپلوانو قدر وکړئ، دا ددې باعث ګرځي چې ستاسې قدر هم وشي.
۲- د خلکو منفې خبرې نا لیدلې وګنئ فکر وکړئ څه مو نه دي اوریدلي.
که نورو ته اجازه ورکړئ چې ددې پرځای چې د ژوند کولو هیلې درکړي ترې مو لري کوي او د ژوند برابروالی مو له منځه وړې او بې خبره به د منفې خبرو اسیران شئ. نو ښه دی چې ډیر غږ پرې ونه ګروئ.
۳- هغو اشخاصو چې خپه کړي او ځورولې یئ، هڅه وکړئ چې ویې بخښئ
دا چې نور وبښئ دا پدي معنی نده چې بیا په هغوی باور وکړئ، نه بلکې منظم او باثباته ورسره مخته لاړ شئ.
وايي؛ لومړي شخص چې بښنه غواړې زړور دي او لومړي کس چې بښنه کوي قوي دي، لومړي کس چې تیریږې خوشاله وي بیا نو قوي اوسئ سرګرمه او ازاد ژوند وکړئ.
۴ -دا چې ستونزې نه لرئ منندویه اووسئ
چې له ننګونو او ستونزو په امان کې یاست، شکر وباسئ او نورو ته اماده شئ، ځکه د انسان ژوند له ننګونو نه وي خالي.
خوشبختې هغه وخت راځې چې د ژوند د مشکلاتو د شکایت پرځای شکرګذاره او د ستونزو پر وړاندې مبارز اوسو.
۵- تل هغه کس اوسه چې په واقعیت کې یې
ته هماغومره خوش چانس یې څومره چې څه لري، هماغه څه چې تاسې یې لرئ په حقیقت کې همدا څه تاسې له نورو انسانانو بیلوي، نو په هیڅ وجه هغه مه بدلوئ ځکه له نورو انسانانو خاص اوسیدل باارزښته دي.
۶- په خپل ژوند کې تل بدلون ته ښه راغلاست ووایئ او هر هغه څه چې ژوند یې درپیښوي هغې نه خوند واخلئ.
۷- خپل ملګرې مو هوښیارۍ سره وټاکئ، هیڅکله د ملګرو په ټاکلو کې بیړه مه کوئ.
۸- هغه کسان چې تاسې ورسره مینه لرئ ویئ پيژنئ، دا به درسره مرسته وکړي چې په ځانګړونو او خویونو یې پوه شئ.
۹- داسې کارونه وکړئ چې راتلونکې کې له خپل ځانه منندویه اوسئ. نه داسې څه چې پيښماني درکړي.
۱۰- د تفرح لپاره کافي وخت پریږدئ. ځکه تفریح مو د لا ډیر کار لپاره چمتو او ارامه کوي.
۱۱- په ژوند کې له ډیرو کوچنیو شیانو خوند واخلئ، یعنې خوښۍ ته مو بهانې ولټوئ.
۱۲- دا حقیقت ومنئ چې تیر شوی نن نه دی، وخت بدلون کوي، داسې فکر مه کوئ، چې یو څوک یا شي چې پرون څه ډول و، نن به هم وي، خامخا به یې تغیر کړی وي.