په هند کې ډاکټرانو د یوې ښځینه ناروغې له ګېډه هغه قیانچي یا بیاتي درې میاشتې وروسته ویستلې چې د عملیات پرمهال ترې د مریض په ګیډه کې پاتې شوې وه.
انسانان نیمګړي دي، د هند په شان د طب په برخه کې مخکښ هیواد کې هم داسې واقع کیدای شي.
ډیلي نیوز د رپوټ له مخې، پېښه د هندوستان په حیدراباد په ښار کې شوې، ویل شوی چې هغه مهال ډاکټرانو د ناروغې په ګېډه کې بیاتي یا قیانچي ولېدله چې ۳۳ کلنې مهیشوري چوهدري په خپله ګېده کې د سخت درد له امله دوامده شکایتونه وکړل او وروسته د ایکسري له ویستلو معلومه شوه چې د ناروغ په ګېډه کې له ۶ اینچو اوږده بیاتي شته.
ډاکټرانو بیا ځل د دې مېرمن عملیات وکړ او په ګېډه پاتې شوې بیاتې یې ترې راووېسته.
د مهیشوري کورنۍ ویلي چې د یادې مېرمنې لومړی عملیات په دغه روغتون کې د نومبر د میاشتې په ۲ شوی و او له هماغه راهیسي یې دغه بیاتې په بطن کې پاتې شوې وه.
څو ځله ناروغ له درده شکایتونه کړي، خو په خبره یې ډاکټرانو یې خبرې عادې اخیستي او درد به یې ورته په دوا سره اراماوه.
اوس د ناروغې مېرمنې خاوند پر روغتون په محکمه کې عریضه کړې او ورسره د روغتون د نظم ډلې هم پلټونکي کمېټه ټاکلې ده چې غفلت کوونکي کسان پیدا او قانوني چلند ورسره وکړي.