لیکنه: شرافت همت
یوه عامه خبره دا ده چې انسان ټولنیز موجود دی او په یوازې ځان نشي کولای د خپل ژوند ټولې چارې تنظیم او سرته ورسوي. له ټولنې سره د انسان تړاو او رابطه طبعاً مهمه ده او دا کار له انسان سره په خوشاله، ارام او هوسا اوسېدلو کې خورا ډېره مرسته کوي.
د پښتو مشهور متل دی چې: “غر په غر نه ورځي، انسان په انسان ورځي” د همدې متل په مصداق پکار ده چې انسان د ټولنې له نورو وګړو سره مرسته وکړي او د ستونزو او اړتیا پر وخت یې لاسنیوی وکړي.
په واقعیت کې له نورو سره مرسته له ځان سره مرسته ده، معنا که څوک غواړي مرسته او لاسنیوی یې وشي، له نورو سره دې هم مرستندویه او همکار پاتې شي.
ګوشه نشیني او له ټولنې جلاوالی په اروایې لحاظ یو ناوړه رواني حالت دی چې انسان پکې له ټولو خلکو، حتا له خپلې کورنۍ فاصله او له خپل یوازېتوبه خوند اخلي، خو دا حالت انسان لا خرابوي، ځکه له یوې خوا له خلکو سره د نه ناستې له کبله له ساعت تیرۍ او هغو خوندونو محرومیږي چې یو څوک یې د خلکو سره په ناسته کې احساسوي او له بلې خوا غټ تاوان یې دا دی چې د ژوند ټول بار په یوازې ځان وړل ور له غاړي کیږي، چې بالاخره یاد کس له ژوند او کارونو ستړی او نورو سختو رواني حالتونو ته داخلیږي.
د انسان په بریا او پرمختګ کې د ډېرو نورو خلکو شتون، مرسته، ډاډ او همکاري لوی لاس لري، پدې اساس چې څوک څومره ډېر ټولنیز وي هومره ډېر پرمختګ کوي، خو تر دې هم مهمه دا ده چې انسان د ځانګړي مهالویش له مخې په ټولنه او ټولنیز ژوند کې فعاله ونډه واخلي او خپل هر کار په خپل وخت په منظم ډول ترسره کړي.
ژوند یوازې د خپل ځان لپاره نکیږي او نه د ژوند رښتینی خوند پدې کې دی چې د خپل ځان لپاره ښه او پرسهولته ژوند برابر کړې او نور اړمن انسانان له یاده وباسې.
ټولنیز ژوند انسان عاطفي کوي، له نورو سره ناسته پاسته او روابط انسان واداره کوي چې له هغوی سره همکار پاتې شي او پدې توګه انسانان د یو بل له خیر او مهربانۍ برخمن شي.
بله خبره دا ده چې مونږ د انسانانو په حیث د ژوند زده کړې ته اړتیا لرو او دا کار په ټولنیز اوسیدلو سره ښه کیږي، خو دومره ټولنیز کېدل هم تاواني دي چې د انسان مطالعه او نورو ضروري کارونه متضرر کړي. انسان مجبور دی په عین حال کې هم په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي، هم زده کړو ته متوجه وي او هم د کار فیصده که زیاته نه وي، لږ تر لږه د ټولنیزتوب له کبله خو باید کمه نه وي.