ژباړه: عمران لمر
ځينې خلک سره له دې چې ډېر عمر لري؛ مګر حافظه يې ښه کار کوي او ځينې بيا سره له دې چې دومره زاړه نه وي؛ مګر د حافظې د ستونزو سره مخ وي.
ذهني ستړيا د مغزو د زوړوالي سبب ګرځي.
له جنټيکي مسايلو پرته د عمر تر پايه د روغو ماغزو او سم فکر درلودل د غلطو عادتونو له پرېښودو سره اړيکه لري.
د جنونو کنټرول زمونږ له وسې نه دی؛ مګر کولای شئ چې په يو څو ساده لارو هم خپل اعصاب روغ وساتئ:
۱- غوړ غذايي رژيم
څېړنو ښودلې ده چې غوړ غذايي رژيم، خواږه او سره شوي خواړه د وخت په تېرېدو پر مغزو تاثير کوي.
د خواږو زيات مصرف د انسان د حافظې په کمزوري کولو کې رول لري.
د اعصابو د ساتنې لپاره غوره غذايي رژيم؛ ګټور غوړ خواړه، مېوه، ترکاري او د ماهي غوښه ده.
۲- د لويو لارو تر څنګ او له شوره ډکو ځايونو کې ژوند کول
د هوا چټل والی د مغزو د زوړوالي مهم سبب دی. څېړنو ښودلې ده چې د لويو لارو تر څنګ او له شوره ډکو ځايونو کې ژوند کول اعصابو ته زيان رسوي او د خاموشې مغزي سکتې احتمال زياتوي.
همدارنګه د هوا چټل والی د وخت په تېرېدو سره د اعصابو حجم کموي او دا د مغزو د زوړوالي مهمه نښه ده.
۳- اوږدمهاله خفګان او فشار
له خفګانه ډک ژوند د اعصابو په وړاندې تر ټولو ستر جنايت دی.
خفګان د تلومر (د DNA د ريښو پای) لنډوي او د عصبي حجرو د ژر زړېدو سبب ګرځي. همدارنګه د خفګان له وجې چې کوم هورمونونه افرازېږي؛ اعصابو ته زيان رسوي.
۴- بې خوبي
بې خوبي د وخت په تېرېدو د اعصابو د حجم د کموالي او د الزايمر د ښکارېدو سبب کېږي.
خوب د عصبي حجرو د ترميم لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.
۵- د ورځې په اوږدو کې اوږد مهالې ناسته
اوږدمهالې ناسته او د حرکت نشتوالی د زړه د ناروغيو، حافظې کمزوري، سرطان او حتی د مرګ سبب ګرځي.
له دې پرته ډېره ناسته د اعصابو هغه برخې چې د حافظې سره اړيکه لري راټولوي او د اعصابو د کار د کمولو سبب ګرځي.
۶- د اعصابو لټ کول
مطالعه، فکري لوبې، د نويو ژبو زده کول، شاعري زده کول او په ټوله کې هغه کارونه چې د اعصابو د فعال ساتلو سبب ګرځي؛ د اعصابو د روغتيا لپاره اړين دي.
۷- مخدره توکي استعمالول
تقريباً ټول خلک په اعصابو د سګريټو او الکولو د استعمال د ناوړه پايلو په هکله پوهېږي.
مونږ د عمر تر پايه اعصابو ته اړتيا لرو؛ نو د دې په ساتنه کې ډېره هڅه وکړئ.