په ډار د برلاسه کېدو آسانه لارې

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: عمران لمر
ټول خلک په ژوند کې متفاوتې تجربې او متفاوتې ویرې لري؛ په داسې حال کې چې شخصي وده تل د وخت په تېرېدو رامنځته کېږي؛ نو تاسې کولای شئ چې د خپلو وېرو لپاره آماده شئ.
په ډار د برلاسه کېدو د ټينګار دليل دا دی چې ځينې وختونه تاسې د ساده وېرو له وجې پرمختګ نه شئ کولای. په ډآر برلاسه کېدل ممکن وخت ونيسي؛ مګر که تاسې دې ته فکر وکړئ چې د ژوند په حساسو نقطو کې مو له ځان سره اخته کوي؛ نو پوهېږئ چې ارزښت يې لري.
اجازه مه ورکوئ چې ورځنی ژوند مو له ستونزو سره اخته شي؛ نو هڅه وکړئ چې د دې ليکنې په مرسته په خپل ډار برلاسي شئ:
۱- د خپل ډار په هکله وغږېږئ.
يو سخت او اړين کار دا دی چې بايد د خپل ډار په هکله خبرې وکړئ. عموماً خلک خپلې وېرې پټوي او د لاشعور په يوه کونج کې يې ساتي. مهمه دا ده چې په ياد ولرئ؛ که د هغې په هکله وغږېږئ؛ نو ممکن د منځه لاړ شي.
د ارواپوهنې مطالعې ښکاره کوي چې که ډار له منځه لاړ نه شي؛ نو په پای کې زيانمنوونکې پايلې درلودلی شي. د هر څه په هکله خبرې کول، هغه عادي کوي.
د هغه ډار لپاره چې په ذهن کې مو شته؛ عادي کېدل تر ټولو ښه ځواب دی.
۲- په ډار د برلاسه کېدو لپاره مبارزه وکړئ.
تاسې بايد دا کار وکړئ او اړتيا نه شته چې خجالته شئ، هغه وخت رارسېدلی دی چې د خپل ډار سره مخامخ شئ او هغې سره د مبارزې کولو لپاره رضا شئ.
ډېر خلک له تيارې وېرېږي؛ که د څو ساعتونو لپاره په يوه تياره خونه کې کښېني؛ نو سره له دې چې له تيارې وېرېده، مګر کله چې راوځي د خوښۍ احساس به کوي.
په لومړيو کې ممکن سخته ښکاره شي؛ مګر تاسې بايد له خپل ډار سره مخامخ شئ. دا کار د لومړي ځل لپاره کارل يونګ وړانديز کړی و.
تاسې بايد په لاشعوري ډول ځان د هغې سره د خبرو کولو لپاره راوبلئ، د دې کار لپاره بايد هر هغه څه چې تاسې ډاروي پرته له کوم خجالته ومنئ او بيا ټول هغه انځورونه او وحشتونه چې د دې ډار په هکله شته؛ تصور او وليکئ.
دا کار ستاسې د ذهن د لاشعور برخې ته د منطق په لور لارښوونه کوي.
۳- له خپلې وېرې سره مهربانه واوسئ.
ممکن سخت ښکاره شي؛ مګر ډېره مرسته کوي. هغه څه چې بايد پرې پوه شئ دا دي چې ستاسې وېرې ستاسې له تېرو تجربو سرچينه اخلي. کله چې دا مسايل څېړئ؛ نو ممکن غوصه شئ او ځان ورټئ.
دا هغه ځای دی چې بايد په شعوري ډول ځان ودروئ او مهربانه او صبرکوونکي شئ.
په ډار د برلاسه کېدو لپاره لومړنی ګام د ډار پېژندل او درک کول دي.
ستاسې شخصي وده او پرمختګ يواځې هغه وخت امکان لري چې تاسې خپلې وېرې تسخير کړئ او په هماغه لور مخکې لاړ شئ.
دا يواځې هغه وخت کېږي چې تاسې د خپل ژوند تجربې درک کړئ او ښې او نوې تجربې رامنځته کړئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.