دا څو ساده لارې د خوښ ژوند سبب ګرځي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: عمران لمر
کله چې د خوښۍ په اړه فکر کوئ؛ ممکن په نږدې راتلونکې کې ډېر موارد مو ذهن ته راشي: راتلونکي کال کې د خوبونو بدلون، په کار ځای کې د رتبې لوړېدل، نوی ماشوم چې په لاره دی او يا هم نوي ملګري؛ مګر خوښي کېدای شي په وړو وړو شيانو کې وي چې اوس مو لاسته راوړې دي.
مونږ درته د خوشحالۍ ۱۳ ساده لارې درښيو:
۱- يوه دقيقه خوښي
د يوې دقيقې لپاره له ځان سره فکر وکړئ چې په ژوند کې مو کومې مثبتې نقطې خوښېږي؟
د ژوند د ملګرې شتون، د کورنۍ غړي او يا هم د خپلې خوښې کار چې په کې بوخت يئ؛ د خوښۍ لپاره تر ټولو ښې بهانې دي.
۲- د ځان قدر وپېژنئ
ملګري او يا د ژوند ملګرې مو په تاسو کې کوم څه له نورو ښه پېژني؟
په دې هکله له ځانه مننه وکړئ او په ياد يې ولرئ؛ تر څو د خوښۍ احساس وکړئ او خوشحاله ژوند ولرئ.
۳- خوشحاله ژوند د نورو سره د مرستې کولو اړيکه
پنځه دقيقې وخت مو د نورو سره د مرستې لپاره ځانګړی کړئ. د هغوی د زړه درد ته د غوږ له نيولو تر مشوره ورکولو يا له هغوی سره وخت تېرول؛ کولی شي په تاسو ښه تاثير ولري.
۴- د ۳ دقيقو لپاره کم سرعت
په لاره د تلو او يا هم د موټر چلولو په وخت کې مو سرعت لږ راکم کړئ او د دې پرځای چې په خپلو کارونو او فکرونو کې ډوب شئ؛ يو څه خپل شاوخوا ته ځير شئ.
په خپل شاوخوا کې ښکلاوې وګورئ او د ۳ دقيقو لپاره د ذهن له ستړې او له شوره ډکې نړۍ فاصله واخلئ.
دا هم د خوشحاله ژوند لپاره يو ښه ګام ثابتېدای شي.
۵- موسکي اوسئ
د خلکو سره په ناسته پاسته کې موسکي اوسئ؛ په دې کار به خلک ښه احساس وکړي او تاسې سره به ښه سلوک وکړي؛ نو د نورو خلکو سره د موسکي اوسېدو لپاره مخکې اوسئ.
۶- نور خلک خوشحاله کړئ
يوه موسکا، يوه غاړه او يا يوه مينه ناکه ډالۍ کولی شي نور خلک خوشحاله کړي او تاسو ته هم د ښه ژوند کولو انګېزه درکړي.
۷- د خوښيو پروګرامونه بايد ولرئ.
کله چې له خوبه راپاڅېږئ؛ نو داسې پروګرامونه د ځان له پاره ولرئ چې تاسې خوشحاله کړي.
کولی شئ مينه ناکو حيواناتو سره ساعت تېر کړئ، هغوی ته خواړه ورکړئ او يا له دوستانو سره اوسئ او يا ښه خواړه وخورئ.
هر هغه کار چې پوهېږئ، خوشحالوي مو، تر سره يې کړئ.
۸- د ملګرو سره ليدل
د ځان لپاره داسې پلان جوړ کړئ چې د هغه خلکو سره چې خوښېږي مو؛ وخت تېر کړئ.
د هغوی په تمه مه اوسئ؛ خپله ورمخکې شئ او د ماښامنۍ يا يوځای د قدم وهلو لپاره بلنه ورکړئ.
۹- د نويو شيانو منل
نوي شيان کولی شي د خوشحاله ژوند په لرلو کې له تاسې سره مرسته وکړي؛ يوه نوې سندره واورئ، يو نوی فلم وګورئ او يا يو نوی ورزش تجربه کړئ.
دا نړۍ د بې شمېره داسې جالبو شيانو نه ډکه ده چې ستاسې د موندلو په تمه دي.
که له خپلې ساحې يو څه فاصله واخلئ او نوې تجربې تر لاسه کړئ؛ نو خامخا به ښه احساس ولرئ.
۱۰- بې ځايه عادتونه پرېږدئ.
له ځان سره فکر وکړئ چې کوم کارونه يواځې د عادت له مخې کوئ او نه مو خوښېږي؟
هڅه وکړئ داسې کارونو ته لږ وخت ورکړئ او پرځای يې ضروري او د خوښې وړ کارونو ته مو لومړيتوب ورکړئ.
د بې ځايه عادتونو پرېښودل کولی شي، خوشحاله او په زړه پورې ژوند درته برابر کړي.
۱۱- دوه دقيقې خندا
د فشار کمولو او يا له منځه وړلو لپاره تر ټولو ساده لاره خندا ده چې ستاسې لپاره يو خوشحاله ژوند رامنځته کولی شي.
کولی شئ د خندا وړ واړه کلېپونه وګورئ او يا مو د ملګرو ټوکو ته غوږ ونيسئ.
۱۲- ډېر فکر وکړئ
د چټکو پرېکړو کولو پرځای چې تاسې ته سر دردی پيدا کوي او ژوند مو تريخوي؛ ډېر فکر وکړئ او ښه تصميم ونيسئ.
که عادت لرئ چې پرته له فکره کارونه کوئ؛ نو په دې عادت مو کار وکړئ او لېرې يې کړئ.
۱۳- له لمره خوند واخلئ
يو څه وخت لپاره ودرېږئ، سترګې مو پټې کړئ او د لمر له وړانګو خوندواخلئ.
د لمر رڼا مو خوشحالولی شي، دا تجربه کړئ او نتيجه يې وګورئ.
فقط يوه دقيقه هم بس ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.