ژباړه: عطا محمد میاخېل
عاطفي اړیکه خپله ځانګړې پېچلتیا لري، کله چې د خپل ژوند له شریک څخه د پوښتنې کولو خبره را منځته کېږي، نو زموږ په ذهن کې بې شمېره پوښتنې را پیدا کېږي، آیا ټولې په خوله راوړو؟ ځینې پوښتنې داسې دي، چې بیانول یې نه یوازې د مقابل لوري ذهن خراب او مغشوشوي، بلکې په عاطفي اړیکه باندې هم منفي اغېزه کوي.
له بلې خوا، د ځینو پوښتنو پوښتل، د دې سبب ګرځي، چې خپل مقابل لوری په ښه توګه وپېژنئ، چې د اړیکې له ښه والي سره به مو هم مرسته وکړي.
دلته درته هغه پوښتنې وایو چې نباید د خپل ژوند له شریک څخه یې وکړئ:
پخوانۍ عاطفي اړیکه دې څنګه وه؟
دا چې تاسو په تېر کې د خپل مقابل لوري له عاطفي اړیکې څخه خبر واوسئ، ښه ده، خو که چېرې غواړئ، په جزئیاتو باندې پوه شئ، نو هرڅه مو خراب کړي دي. جزئیات دا مانا، چې مقابل لوري مو له څو کسانو سره عاطفي اړیکه درلوده یا دا چې په خپله هره اړیکه کې یې څنګه چلند کاوه او داسې نور… نه یوازې د هغه په اړه په ډېر څه باندې نه شئ پوهېدلی، بلکې د خپلې خواشینۍ سبب هم ګرځئ.
دا پوښتنې د دې لامل ګرځي، چې خپل تمرکز له اوس څخه تېرو وختونو یوسئ او په فکرونو او خیالونو سره، خپل اوسنی وخت خراب کړئ، نو له دې امله، د خپل مقابل لوري د تېرو اړیکو په اړه د جزئیاتو له پوښتلو څخه په کلکه ډډه وکړئ.
آیا ډاډه یې، چې له ماسره مینه لرې؟
د دې پوښتنې کول، د ستاسو په ځان باندې د نه باور ښکارندویي کوي. تاسو کولای شئ، له تاسو سره د هغه مینه، د هغه له خبرو او چلند څخه معلومه کړئ، خو دا پوښتنه د پوهېدلو لپاره سمه او مناسبه لاره نه ده. همدا چې مقابل لوری مو له تاسو سره دی، نو ثابتېږي، چې هغه تاسو ته ارزښت درکوي او درسره مینه لري، خو که چېرې تاسو هر وخت له هغه څخه دا پوښتنه وکړئ، نو په حقیقت کې د اړیکې ټول خواږه په ترخو بدلوئ. د دې لپاره، چې د ځان په اړه د هغه مینه او لېوالتیا معلومه کړئ، نو د مستقیمې پوښتنې پرځای نښو نښانو ته یې ځیر شئ.
آیا اوس هم د خپلې تېرې اړیکې په اړه کوم احساس لرې؟
تاسو حق لرئ، چې د خپل ژوند د شریک د تېرې اړیکې په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړئ، خو که چېرې له هغه څخه وپوښتئ، چې اوس هم د خپل ژوند د تېر انسان په اړه احساس لري او که نه، نو د هېڅ لوري لپاره به هېڅ مثبته پایله ونه لري. دا ډول پوښتنې ستاسو د حسادت او بې اعتمادۍ ښکارندویي کوي، له دې امله، مقابل لوري ته مو دا احساس لېږدوي، چې تاسو په هغه باندې اعتماد نه لرئ او همدا د دې لامل ګرځي، چې هغه ستاسو په وړاندې دفاعي حالت غوره کړي.
هغه پوښتنې، چې باید د خپل ژوند له شریک څخه یې وکړئ:
څه شی دې خوښېږي؟
ښایي ستاسو په اند دا پوښتنه ډېره کلیشه یي او ساده وي، خو ځيني وخت یې هېروو، چې د هغه کس د لېوالتیاوو په اړه، چې له هغه سره ډېر وخت تېروو، ترې پوښتنه وکړو. له هغه ځایه چې د انسانانو شخصیت تل د بدلون په حال کې دی، نو موږ هم اړتیا لرو، چې په ډېر څه باندې پوه شو، په دې اساس، چې مقابل لوری مو له کوم کار سره مینه لري، چې ترسره یې کړي، څه ډول خواړه یې خوښېږي، چې وې خوري او داسې نور… نه یوازې د هغه په اړه به ستاسو معلومات زیات کړي، بلکې هغه ته دا ثابتوئ، چې ډېر ارزښت ورکوئ.
کوم څیزونه دې غوسه کوي؟
اړینه نه ده، چې تاسو میاشتې او کلونه په تمه پاتې شئ، ترڅو دې ته مو پام شي، چې د مقابل لوري مو له څه شي نه بد راځي، غوره ده، چې هر څه ژر، له هغه څخه دا پوښتنه وکړئ؛ د سرو کرښو په اړه یې پوه شئ، دا چې څه څیز د دې سبب ګرځي، چې هغه له تاسو خپله اړیکه پرې کړي؟ د دې واقعیتونو په پوهېدو سره، تاسو دواړه کولای شئ، چې په ډېرې آسانۍ خپله عاطفي اړیکه کنټرول کړئ.
آیا داسې څه شته، چې وغواړې، زما په اړه پرې پوه شې؟
دا پوښتنه لږ وېرونکې معلومېږي، ځکه تاسو نه شئ کولای، د هغې پوښتنې په اړه وړاندوینه وکړئ، کومه چې ستاسو د مقابل لوري په ذهن کې را منځته کېږي، خو د دې پوښتنې پوښتل ډېر زیات ارزښت لري، له دې کبله تاسو هغه ته ډاډ ورکوئ، چې له هغه سره رښتیني یاست او نه غواړئ، چې په اړیکه کې مو ابهام او شک پاتې شي.
ستا د مینې ژبه څه ده؟
هرڅوک په ځانګړې تګلارې سره خپله مینه او احساس څرګندوي. یو په رومانتیکو جملو او بل د ډالۍ په اخیستو سره. د مقابل لوري د مینه ناکې ژبې په هکله د معلوماتو په ترلاسه کولو سره، نه یوازې تاسو په غوره توګه د هغه احساس پیدا کوئ، بلکې پوهېږئ، چې خپله مینه او لېوالتیا څنګه څرګنده کړئ، ترڅو هغه هم، په ښه بڼه ستاسو احساس ترلاسه کړي.
کله چې غوسه وې، نو څه وکړم؟
هرڅوک په یو نه یو ډول خپله غوسه څرګنده کړي، د ځینو خوښېږي، چې په هغه وخت کې یوازې واوسي، ځینې نور غوره ګڼي، چې د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړي. دا چې مقابل لوری مو په دې وخت کې له ځانه کوم غبرګونونه ښکاره کوي او له تاسو څخه څه هیله لري، دا هغه پوښتنه ده، چې باید په ځواب یې پوه شئ.
په ژوند کې تر ټولو ستره وېره دې څه ده؟
مرګ، د دندې له لاسه ورکول او داسې نور… موږ ټول په خپل ژوند کې سترې وېرې لرو، دا چې تاسو پوه شئ، د ژوند د شریک تر ټولو ستره وېره مو څه ده، د دې سبب ګرځي، چې له هغه سره ښه همدردي وکړئ، سره بېره پر دې، دا چې هغه پوه شي، چې له وېرو څخه یې خبر یاست او په سختو او ستونزمنو شرایطو کې به یې ترڅنګ ولاړ یاست، د هغه لپاره یوه ستره ډاډینه ګڼل کېږي او په تاسو باندې به یې اعتماد لا پسې زیات شي.