ژباړه: شمسالدین شمس
میرمنې مو له تاسې لاندې څو ډوله کړنې غواړي:
ښځې د خاوندانو کوم ډول مينې ته اړتيا لري؟
ښځې مو له تاسې د واقعي مينې تمه لري. په يوې کوچنۍ مګر ارزښتناکې ډالۍ يې ونازوئ. هغه ډالۍ چې ميرمنو ته واقعي خوښۍ وربخښي، همدا ډالۍ دي چې د ميرمنو د شخصي عواطفو او دروني احساساتو خيال پکې ساتل شوی وي.
د مثال په ډول هغه جامې چې د رنګ او شکل له مخې ستاسې ميرمن ورسره علاقه لري په ناڅاپي ډول ورډالۍ کړئ؛ دا د مينې وړاندې کولو او د خپلې ميرمنې د زړه ګټلو اسانه او ساده لار ده. په دې کار سره مو ميرمنې ته ښيئ چې له غوښتنو او احساساتو يې په پوره پيمانه خبر ياست او اهميت درته لري.
د ګټورو نظريو تبادله کول:
هغه څه چې د ژوند ډير برخه ورسره تړلې ده مينه او هيجان دی. د ځينو اسانه او وړو چارو لکه په خاص ډول د کور په کارونو کې مرسته، د ښځې په خوښۍ او غم کې ګډون کولای شي چې ښځه هغومره خوشاله کړي لکه د سرو سپينو پيرل او درلودل يې چې خوشالوي.
ميرمنې مو له تاسې د خپل ښايست ځانګرې ستاينه غواړي. لکه ستا خواره ويښتان مې ډير خوښ دي.
د ميرمنې ځينو جذابيتونو ته پام کول د دې ښکارندويي کوي چې د خاوند يې ورپام دی او په زړه راښکوونکې انداز ورته ګوري چې دا احساس ميرمن خپل احترام ته مايله کوي.
کله چې ميرمن ووايي وزن مې ډير شوی يا زړه شان ښکارم اړتيا نه ليدل کيږي چې خاوند دې صادقانه او ريښتيا ځواب ورکړي، د خاوند خوښه او مثبت نظر هغې ته مثبته انګيزه ورکوي تر څو مناسبه جامي پر ځان کړي او خپل پخواني حالت ته ور وګرځي.
د مثبتو نظريو اظهار د سوء تفاهم مخه نيسي او خوشالي زيږوي.
سړيتوب او مهرباني:
ښځې نه غواړي چې د ژوند ملګری يې يواځې د سړيتوب يا نارينتوب ماده ولري؛ بلکې غواړي چې داسې مهربان او زړه سواند ملګری ولري چې د زړه سوي، مهربانۍ او سړيتوب کيسو يې خلک هک پک کړي وي.
د ښځو لپاره مهرباني او ترحم د ضعف ټکی نه دی، ځکه ډيری نارينه په دې باور دي چې ګوندې سړيتوب، سخت زړيتوب، بد خلقي او تاو تريخوالی په يوه مانا دي او يا دا د سړيتوب ميعارونه دي.
تاسې ميرمنو ته د خپل سړيتوب او ناريتوب د ثابتولو لپاره اړه نه ياست چې بد اخلاقي، تاوتريخوالېیيا نورې ناودې وکړئ بلکې ښځو ته ستاسې يوه وړه ښيګڼه او صله رحمي ستاسې د کامل او پوره سړيتوب ښودنه کوي.
او دا هر څه تاسې له خلکو سره د ښه سلوک او مرستې پر مټ تثبتولی شئ.
ازادۍ ته اړتيا:
کله کله ښځې اړتيا لري چې يوازې واوسې. خو ځينې نارينه بيا ددوی دا يواځې والی انيښمنوي او بيلا بيل ډول شکونه زړته ته ور لويږي چې ګوندې له دوی ستړې شوې، اهميت نه ورکوي دا او دا …
خو داسې نه وي ښځې هم لکه د نارينه وو هيله لري مطالعه وکړي، چکر ووهي، استراحت وکړي، نو ددې او دې ته ورته سل او شل نورو اړتياوو لپاره له خپلو ميرمنو ازادي مه اخلئ او مه يې ځوروئ.
ځکه هغوی غواړي خپله ستړيا له پورته لارو حل کړي او ستاسې د خوشالۍ وړتيا په ځان کې پيدا کړي، تر څو تاسې خوښ او خوشاله وساتي.