خپل بد وضعيت په ۶۰ ثانيو کې ښه کړئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: عمران لمر
ټول انسانانو له بدو حالاتو سره مخ کېږي او دا نه قبلېدونکی حالت دی؛ مګر دا داسې څه دي چې بايد ترې تېر شئ.
که غواړئ چې خپل ځان له منځه يوسئ؛ نو خپل بد حال ته لمن ووهئ او که د خپلې روغتيا په هکله فکر کوئ؛ نو د حل لارې په فکر کې شئ.
مونږ به دې مقاله کې تاسې ته ووايو چې څه ډول په شپېته ثانيو کې خپل بد حال ښه کړئ او که ډېر فرصت لرئ؛ نو پنځه دقيقه يي لاره هم درته وړاندې کوو.
که حال مو ډېر بد وي؛ نو کولی شئ ټولې لارې سره يوځای او تجربه کړئ.
وګورئ چې کومه يوه يې ستاسو سره مرسته کولی شي؛ مګر هڅه مه کوئ ټولې لارې يوځای او په يو وخت کې سرته ورسوئ.
په شپېته ثانيو کې بد حال، ښه کول:
۱- د شمعې لګول: شايد باور ونه کړئ؛ مګر د شمعې رڼا ته ليدل کولی شي، ستاسې حال ښه کړي.
۲- زرغون رنګ: زرغون رنګ ته کتل کولی شي ستاسې خوی بدل کړي، که شنه ځنګل ته لاسرسی لرئ؛ نو نېکمرغه يئ او که نه يې لرئ؛ نو زرغون رنګه دېوال، شنو واښو او يا بل هر زرغون رنګه شي ته کتل مو حال ښه کولی شي.
۳- خيالونه ليدل: کله چې په خيال کې خپله بريا انځور کړئ او يا خپلې نېکمرغۍ ته فکر وکړئ؛ نو ښه احساس کوئ.
دا کار ستاسو ذهن له شک، نا آرامۍ او هر ډول بد حاله ژغوري او حال مو ښه کوي.
۴- خواږه خوړل: خواږه خوړل تر ټولو ساده لاره ده چې کولی شي ستاسې خوی بدل کړي او حال مو ښه کړي.
۵- ګلانو ته کتل: ګلان مختلف خوښوونکي او زړه راښکوونکي رنګونه لري او له دې ښکلو رنګونو خوند اخېستل کولی شي، د هر چا په بد حال کې د پام وړ بدلون راولي.
۶- ژاولې ژوول: کله چې ژاولې ژووئ؛ خوی او سلوک مو يو ناڅاپه بدلېږي.
دا شايد مؤقته حل لاره وي؛ خو که چټکې حل لارې ته اړتيا لرئ؛ نو آرامه او ښه طريقه ده.
۷- عطر لګول: ښکلي عطرونه استعمالول هم تاسو ته د دې زمينه مساعدوي چې ښه احساس ولرئ.
عطر واخلئ او له ځانه سره يې ولرئ او وګورئ چې څه ډول مو بد حال ښه کوي.
۸- حرکت کول: پياده تګ، منډه وهل، لامبا کول او يا بل هر حرکت او فعاليت کولی شي ستاسې د احساس په ښه کولو کې مرسته وکړي، نو د ناآرامۍ په حس کولو سمدستي هغه ځای پرېږدئ او خپل ځان په يادو فعاليتونو بوخت کړئ.
۹- خندل: که باور کوئ يا نه؛ مګر کله چې خاندئ په لاشعوري ډول ښه احساس پيدا کوئ.
په يوه خونه کې کښېنئ او ديوال ته وخاندئ، دا طريقه تجربه کړئ او ډاډه اوسئ چې ځواب درکوي.
څه ډول په پنځه دقيقو کې خپل حال ښه کړو؟
۱- شکر ويستونکي اوسئ: هر کله مو چې ښه احساس نه کولو؛ هڅه وکړئ په خپلو شته شيانو تمرکز وکړئ، هر څه چې لرئ د مننې او شکر کولو وړ دي. خپل شته شيان واړه او بې ارزښته مه ګڼئ.
۲- جامې بدلول: جامې بدلول کولی شي ستاسې د ذهن بدلولو کې مرسته وکړي، که هڅه وکړئ د خپلې خوښې لباس واغوندئ؛ نو د باسليقه معلومېدو تر څنګ تاسې ته ښه احساس هم دربخښلی شي.
۳- بې پروايي: بې پروا خوی او عادتونه درلودل اصلاً بد نه دي؛ که بد حالت کې وئ، پنځه دقيقې استراحت وکړئ او د هغه کار په هکله فکر وکړئ چې تل يې کول خوښوئ او بيا د هماغه کار لپاره پلان جوړ کړئ.
۴- مراقبه کول: تاسې کولی شئ ميډيټيشن يا فکري عبادت تجربه کړئ، دا کولی شي ستاسې له ذهنه منفي فکرونه پاک کړي او سکون درکړي.
۵- مساژ: که داسې څوک لرئ چې ستاسې اوږې مساژ کړي؛ نو نېکمرغه يئ؛ له دې پرته د مساژ ځانګړو ځايونو ته هم تللی شئ، پنځه دقيقې مساژ واخلئ؛ حيران به شئ چې څومره مو حال ښه کېږي.
۶- بريالي اوسئ: د هغه کار پيدا کول چې تاسې په کې ډېر برلاسي يئ؛ سخت نه دي.
څومره چې په ژوند کې بريالي کېږئ، په نفس باور مو زياتېږي، که بريا مو څومره وړه هم وي، بيا هم بريا ده. دا بريا د ستاسې د خوښۍ سبب کېږي.
دا ځل چې خفه شوئ؛ نو سمدستي د داسې کار په لټه شئ چې تاسې په کې فوق العاده وړتيا لرئ.
۷- فزيکي اړيکه: انساني اړيکې يوه ډېره قوي مسئله ده، کله مو چې د ژوند ملګری ستاسې لاسونه لمس کوي؛ نو وضعيت مو ښه کېږي او د نړۍ ټول غمونه له تاسو تېښته کوي.
۸- ګوښه کېدل: تل بايد د خلکو تر منځ نه اوسئ، ځينې وختونه يواځيتوب اختيار کړئ چې له خپلو فکرونو سره يواځې شئ.
دا هم کولی شي تاسې سره مرسته وکړي.
۹- موسيقي اورېدل: داسې موسيقي پيدا کړئ چې تاسې خوشحالولی شي، تل يې له ځانه سره ولرئ او د ستړيا او نا آرامۍ پر وخت يې واورئ؛ تر څو په پنځه دقيقو کې خپل وضعيت ښه کړئ.
۱۰- له نورو سره مرسته کول: هغه وخت چې له نورو سره مرسته کوئ؛ په داسې حال کې چې د هغوی وضعيت له تاسو ډېر بد وي؛ نو ستاسو حال ښه کېږي.
۱۱- پټو يا کمپل اغوستل: په ماشومتوب کې مو شايد تجربه کړې وي، د پټو يا کمپل اغوستل تاسې ته د خونديتوب احساس درکولی شي.
۱۲- له وړو شيانو خوند اخېستل: په ژوند کې ځينې وختونه لويې کاميابۍ او ځينې وختونه کوچنۍ کاميابۍ ترلاسه کوئ.
تاسې بايد له خپلو وړو وړو کاميابيو هم خوند واخلئ، په ياد ولرئ چې له وړو او لويو شيانو يو ډول خوند واخلئ؛ تر څو خوشحاله ژوند ولرئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.