ژباړه: عمران لمر
يوه لويه او مروجه ستونزه چې کولی شي، مونږ له برياليتوبه پاتې کړي؛ دا ده چې مونږ شايد په پوره اندازه هڅه ونه کړو او يا برياليتوب ته په نږدې کېدو خپل دوامداره عمل پرېږدو.
په کارونو کې ثبات او دوامداره هڅه کولی شي هدف ته په رسېدو او د بريا لوی سبب شي.
کله کله بايد په خپلو پروګرامونو پورې ونښلئ او پرته له دې چې په خپله لاره کې شته خنډونو ته پام وکړئ؛ خپل کار ته ادامه ورکړئ.
ډېر خلک شته چې په منځ لاره کې ستړي کېږي او له هڅې لاس اخلي.
تاسې بايد په دې برخه کې پوره پوهه ولرئ چې د ستړيا يا ناهيلۍ پر وخت څه ډول ځان را جوړ او آماده کړئ او بېرته خپلې هڅې ته ادامه ورکړئ.
په دې ليکنه کې غواړو تاسې ته پنځه داسې عادتونه وښيو چې د هڅې په جاري ساتلو کې له تاسو سره مرسته کوي:
۱ – په خپل هدف تمرکز کول
د دې پرځای چې په يو وخت کې په څو شيانو فکر وکړئ او يا په يو وخت کې څو کارونه شروع کړئ؛ په يو شي او يو هدف فکر وکړئ، تر څو مو وړتيا متمرکزه شي او هغې ته د رسېدو لپاره هڅه وکړئ.
کوښښ وکړئ چې خپل ټول فکر يو شي ته راټول کړئ او د ذهن د بې لارې کېدو مخه ونيسئ.
ما خپله تجربه کړې؛ کله چې په يو هدف فکر کوم؛ نو ډېر آرام يم او کولی شم له خپلو وړتياؤ ښه استفاده وکړم.
۲ – د يو کار د کولو دلايل وپېژنئ.
خپل لومړيتوبونه وپېژنئ او پوه شئ چې ولې يو کار سرته رسوئ؟ دا د کورنۍ سره د ښې اړيکې لپاره، يو ځای ته د سفر کولو لپاره، د ځان د عزت زياتولو لپاره او يا د بل څه لپاره ښه ګام دی.
په دلايلو پوهېدل تاسې ته د هغه کار د ښه ترسره کولو انګېزه درکوي. په يو ګوښه ځای کې کېنئ او د کار د کولو لپاره خپل دلايل په يو کاغذ وليکئ، بيا ترې درې مهم دلايل بېل کړئ او په يو ښه ځای کې يې کېږدئ. هر سهار چې له خوبه پورته شوئ؛ ويې لولئ او يا هر وخت چې ناهيلي کېدئ، دا لولئ.
دا عادت به تاسې ته ستاسې هيله په لاس درکړي.
۳ – تل په ياد ولرئ چې نه غواړئ ځان ته زيان ورسوئ.
د هغو پنځو عادتونو نه يو مهم عادت دا دی چې تل بايد ورته متوجه اوسئ چې په هيڅ وجه ځان ته زيان نه رسوئ.
ممکن ځينې وختونه د ځان په هکله ښه احساس ونه لرئ او يا مو په خپل ځان باور کم شوی وي؛ مګر هيڅ وخت بايد اجازه ور نه کړئ چې منفي احساسات مو له خپله ځانه ناهيلي کړي. ځکه چې د ورځې په اوږدو کې ستاسې کړنې، د ځان په هکله ستاسې د فکرونو ښکارندويي کوي.
که له خپل ځان سره مهربانه وئ، ورزش کوئ او يا استراحت کوئ؛ نو دا د دې نښه ده چې د ځان په هکله ښه احساس لرئ او که لټ وۍ، ځان ته بد وايئ او يا له ځانه په تېښته يئ؛ نو په دې مانا ده چې د ځان په هکله بد احساس لرئ.
۴ – کوچنی پيل مو لويې اندېښنې کمولی شي.
دا مو بايد تل په ياد وي چې وړوکی پيل مو له لويو اندېښنو سره د مقابلې لپاره تياروي. که يو لوی کار په مخ کې لرئ چې ډاروونکی ښکاري؛ نو يو وړوکی پيل وکړئ او په خپل ځان او خپلو وېرو باندې کار وکړئ.
يو کوچنی ګام: کولی شئ د پنځو دقيقو لپاره د يو کاغذ پرمخ د هغه کار په هکله خپل افکار او وېرې په کار واچوئ.
که دا نه شئ کولی؛ نو د يو يا دوه دقيقو لپاره د هماغه کار په محيط کې ځان راولئ او ځان مجبور کړئ چې سرته يې ورسوئ، ډاډه اوسئ چې هغو وېرو ته به متوجه شئ چې شرايط يې تاسې ته سخت کړي دي.
۵ – مننه کوونکي واوسئ.
کله مو چې کوم ښه کار سرته رسولو او يا مو د ځان په هکله ښه احساس درلود؛ نو کولی شئ چې يو څه يې د ځان لپاره سخت ونيسئ او خپله بريا مو د يو جشن په نيولو ونمانځئ. حتی کولی شئ د ورځې په پای کې دوه دقيقې د ځان په هکله او د خپلو مثبتو کارونو په هکله فکر وکړئ او له خپله ځانه او له خدايه مننه وکړئ.
په دې فکر وکړئ چې نن ورځ مو کوم ښه درس زده کړی يا مو کوم وياړ لاسته راوړی دی او کومې بريا ته رسېدلي يئ؟
دا کولی شي تاسو ته انرژي درکړي او د هغه کار چې کوئ يې، په ارزښت پوه شئ.