هغه څه چې ژړا د کمزورۍ نه، بلکې د قوت نښه ثابتوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړن: عمران لمر
((تاسې تل قوي نه شئ پاتې کېدلی، ځينې وختونه بايد د اوښکو توئېدو ته اجازه ورکړئ.))
که څه هم د دې وينا ليکوال نامعلوم دی؛ مګر يوه نقطه دا لري چې ژړل ستاسې لپاره ګټور ثابتېدلی شي.
ډاکټر ويليام فري وايي: ژړا نه يواځې غم او خفګان ته د انسان طبيعي ځواب دی بلکه د يو روغ انسان نښه هم ده.
ژړا د فشارونو د سرکوبولو يوه طبيعي لاره ده؛ که چېرته دا منفي تاثيرات په بدن کې پاتې شي، د زړه او رګونو د خطرناکو ناروغيو او د نورو رواني ګډوډيو سبب ګرځي.
ممکن ډېری وختونه به مو اورېدلي وي چې ژړا د کمزورۍ او د احساساتو د نه کنترول نښه ده؛ مګر څېړنو ثابته کړې ده چې دا ادعا بلکل دروغ ده.
۸۵٪ ښځينه او ۷۳٪ نارينه له ژړلو وروسته د تېر په نسبت د ناراحتۍ او غوصې احساس نه کوي؛ حقيقت دا دی چې ژړل ډېری وخت ستاسو د روحيې د قوي کولو او د قوت سبب ګرځي.
په دې ليکنه کې مونږ د دې ادعا د ثبوت لپاره پنځه دلايل وړاندې کوو:
۱- د ژړا روغتيايي ګټې
د احساساتو له ګټې ورهاخوا ژړا نورې ګټې هم لري؛ د مثال په ډول: په بدن کې د منګانېز کچه راټيټوي؛ په داسې حال کې کې چې د منګانېز زياتوالی په بدن کې تشويش او اضطراب رامنځته کوي.
اوښکې ستاسو د سترګو د پېژندلو لپاره هم مؤثرې دي، همدارنګه د سترګو په لندې ساتلو کې مرسته کوي تر څو يې اوبه کمې نه شي.
همدارنګه اوښکې له بدنه د خطرناکو موادو او باکترياګانو په ويستلو کې هم مرسته کوي.
۲- ژړا د احساساتو سره د مقابلې لار
يواځې د منفي احساساتو په خپرېدو تاسو ورسره مخ کېږئ او د هغوی د درک فرصت نه مومئ.
ژړا تاسې ته زمينه برابروي چې خپل احساسات درک کړئ. اجازه ورکړئ چې هغوی خپله لاره ووهي او بېرته راوګرځي.
کله چې تاسې نه ژاړئ؛ نو په اصل کې په دې نه توانېږئ چې خپلو دروني احساساتو ته لاسرسی ولرئ.
د احساساتو د پټولو پرځای هڅه وکړئ چې ورسره مخامخ شئ.
۳- د احساساتو د راپارولو مطمئنه لار
د احساساتو ځپل يوه لويه فاجعه ده، د احساساتو په ځپلو ممکن په راتلونکي کې له لويو رواني ګډوډيو سره مخ شئ. ژړا له تاسې سره مرسته کوي چې خپل ځپل شوي احساسات آزاد کړئ او خپل عصبي سيستم تر کنټرول لاندې راولئ.
۴- ستاسې په هکله قضاوت کول
له دې انکار نه شي کېدلی چې ژړا تاسې زيانمنوي او د نړۍ ډېری وګړي هڅه کوي چې خپل احساسات پټ کړي؛ خو ژړا دا ښکاره کوي چې ته انسان يې او د ټولنيزو فشارونو په وړاندې بې پروايي نه ښيې، هغه څه ته ارزښت نه ورکوې چې خلک يې ستا په هکله وايي. د دې لپاره چې يو متعادل او د روغو احساساتو لرونکی اوسې ، ژړا ډېره مهمه ده.
۵- د نورو په وړاندې ژړل
که رښتيا هم قوي ذهن لرئ؛ نو فکر مو له دې چې خلک ستاسې په وړاندې څه وايي؛ خلاص کړئ.
ژړا نه يواځې ستاسې د آزادۍ باعث کېږي، بلکه د هغو خلکو د آرام سبب هم کېږي چې ستاسې شاوخوا شته دي.
نورو ته د خپلو احساساتو ښکاره کول او ژړل د يوې روغې، خپلواکې او غوره ټولنې جوړولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.