ژباړه: نسیمه محمدي
په دې مطلب کې تاسې سره ۷ ډوله غوړي چې د طبیعي ښکلا لپاره معجزه کوي، درپېژنو.
د کونځلې غوړي د سالمو غاښونو لپاره
د کونځلې غوړ د پولي اتیلین اسیدونو او عناصرو په درلودونکي دي. خوله مو د دې غوړو سره ووینځئ، غاښونه مو سپېنيږي، په داسې حال کې چې ورۍ، د خولې جوف او ژبه مو رغېږي، یواځې مطمٔن شئ چې دا کړنه مو به سمه توګه ترسره کړي.
د ضرورت وړ توکي:
۱ قاشوغه د کونځلو غوړ.
۲/۱ قاشوغه سودا
۱/۴ ګرمې اوبه
د جوړولو طریقه:
۱: غوړي مو خولې ته یوسئ او ۱۵ تر ۲۰ دقيقو وروسته یي ووينځئ، تر څو یي خوند خوږ شي.
۲: غوړ له خولې بیرون توي کړئ.
۳: غوړي باید د غاښونو رنګ سپين کړي. که چېرې بدلون ونه ليدل شو باید وینځلو وخت زیات کړي.
۴: خوله مو د نوشابو او د اوبو د محلول سره ووینځئ. غاښونه او ژبه موپاکه کړئ.
د بېنډیو غوړو سره مو وېښتانو ته وده ورکړئ
یواځېنی څيز Hibiscus دې چې نازکه او ضعیف ویښتان ورته اړتیا لري. دې غوړو کې موجود ويتامین C د ویښتو کولاجن ډېروي، په داسې حال کې چې امینو اسیدونه د ويښتانو ريښې تقویه کوي. Petal کولای شي د خوب حفرې راويښې او بیا ځلي وده ورکړي. نو ستاسو د وېښتانو ډنډر پېړېږي اود ويښتو حجم مو ډېرېږي.
۱: د Hibiscus درې قطرې غوړي په ۱۰۰ میلي لیتر شامپو کې ګډ کړئ.
۲: شامپو مو په لندو ويښتانو ومښئ او سرته مساژ ورکړئ تر څو ريښې او پوستکي ته ورسېږي او د ۲ تر ۳ دقیقو پورې یي پرېږدئ.
۳:په ګرمو اوبو یي وومينځئ د اړتیا په صورت کې دا چاره بیا ځلي تکرار کړئ او د وېښتو له وچه وونکې څخه استفاده وکړئ.
یادونه: که نرم وېښته لرئ، لومړی له خپل آرایشګر سره مشوره وکړئ ځکه د هیبیسک غوړي رنګوونکې دانې لري.
د ارهنډو غوړي د پېړو بڼو او وريځو لرلو لپاره
د ارهنډو د غوړو یواځنۍ ستونزه د هغې بوي دی. پرته له دې، هرڅه یي ګټور دي. غوړ مواد یي د سلولو ميتابوليزم ته ښه والی وربښي، په داسې حال کې چې د استاریک او لینولیک اسیدونه د تبخير رطوبت او د کوچنیو وېښتو د توييدو ساتنه، وچوالي او د تودوخې تاثیرات او د لمر له وړانګو مخنیوی کوي.
اړین مواد:
د ریملو خالي شوی تیوب
۳ تر ۵ میلي لیتره د ارهنډ غوړ
د استعمال طریقه:
– د ریمل برسک په ګرمو اوبو پاک ومینځئ تر څو پاک شي.
– د ریمل تیوب له غوړو ډک کړئ او یو مناسب ځای کې چې، هوا توده نه وي کېږدئ.
– مخکې له ويده کېدو څخه دا جوړ کړی ریمل په بڼو او وريځو ووهئ.
– لومړی پایله به د یوې اونۍ وروسته ووینئ. د یوې اونۍ په ترڅ کې به ستاسې باڼه او وريځې د پاموړ زیاتوالې ومومي.
د کتان غوړي او زهر وژونکې خاصیت
د کتان غوړي له ډېرو پخوانیو زمانو څخه د یو اکسیر په توګه د پام وړ وو. د غوړو اسیدونو لویه ټولګه، ویتامینونه او پتاسیم چې هر یو باید د استفادې وړ وګرځي. ستاسې بدن په مکمل ډول پاکوي او د ۷ ورځو منظم مصرف سره، د میتابولیز پروسه دوباره شروع کوي. د ښې پایلې لاسته راوړو لپاره یې، په خپل ورځنې رژيم کې ځای کړئ.
• د اړتیا پر مهال، د چای څښلو۱ قاشوقه د کتان غوړي له یو ګیلاس اوبو سره وخورئ —— یک ساعت وروسته سهارنی وخوري.
• ۳۰-۴۰ دقيقې مخکې له ماښامني یې هم تکرار کړئ.
• که چېرې له یوې اونۍ وروسته مو دا چاره سمه ترسره کړه، یوه قاشوقه یې زیات کړئ.
د چای د ونې غوړ د ځوانکو لپاره
د چای د ونې غوړ التهاب ضد خاصیت درلودونکې، باکتریا ضد، زخم او ویروس ضد دې. دا غوړي معمولا د دانو د درملنې لپاره، او مشکل لرونکو غوړو پوستکو لپاره کارول کېږي.
تاسې اړتیا لرئ:
• ۲ قاشقې ټکول شوې اوریشې
• ۲ قاشقې ګل رس
• ۲۰ ملي لیتر کفیر
• ۲ قطرې د چای د ونې غوړ
څه باید وکړو:
• ټکول شوي اوربشې، خاک رس او کفیر سره ګډ کړئ.
• غوړي وراضافه، او ښه سره ګډ کړئ.
• د ۱۵-۲۰ دقيقو پورې په مخ پرېږدئ.
• په یخو اوبو یې ووینځئ.
د زېتونو غوړي د پښو لپاره
د زېتونو د غوړو مصرف، نامشبوع غوړ اسیدونو ته په پام کې نیولو سره، د معدې او ځيګر د سلامتیا سبب کېږي.
همدارنګه د کلسترول کچه ټيټوي. په ښکاره، دا غوړي د پوستکي، ویښتو او نوکانو ته سلامتیا سبب کېږي. دا غوړ کولای شي په یواځې توګه او هم د نورو محصولاتو سره یو ځای د ښکلا لپاره کار ترې اخیستل کېږي.
تاسې اړتیا لرئ:
• له ۲۰۰ملي ليتره ډېر د زېتونو غوړ
• ۵ څاڅکې د لیمو اوبه
• په یود سره ګډ الکول
څه باید وکړو:
۱: غوړي لږ څه ګرم کړئ.
۲: د لیمو اوبه ور ګډې کړئ.
۳: پښې مو په غوړیو کې خیشتې کړئ او د ۱۰-۱۵ دقیقو لپاره یې وساتئ.
۴: پښې مو د الکول لرونکو ید سره وپوښئ او کرم سره یې غوړ کړئ.
۵: له خیشتولو وروسته د ښه اغېز لپاره، له مالوچو جوړې شوې جورابې په پښو کړئ.
د بادامو غوړ د نوکانو او کوتیکولونو لپاره
د بادامو غوړي د پوستکي د سلولونو د ساتنې او بیا جوړښت لپاره باید روزانه مصرف شي. همدا راز فنګس ضد اثر لري.
تاسې به ضرورت ولرئ:
• ۲۵۰ میلي ليتر ګرمې اوبه( ۴۵-۵۰ سانتي ګريد درجه)
• ۱ قاشقه د بادامو تیل
څه باید تر سره کړئ:
۱: غوړي په اوبو کې ګډ او لاسونه مو په ارامۍ پرې ووینځئ.
۲: لاسونه مو د ۱۰ دقیقو لپاره پرېږدئ، وروسته ته یې په کاغذي دستمال وچ کړئ.
۳: هره شپه یې تکرار کړئ.
• د ښه تاثير لپاره، د معطرو غوړیو ( ۵۰ ملي ليتره د بادام غوړي + ۳۰ څاڅکې د اسطوخدوس زوښه + ۱۵ ملي ليتره د ليمو اوبه) سره ماساژ کړئ.
•
یادونه: د یو دایمي اغېز لپاره، د یوې اونۍ څخه کم وخت لپاره غوړ وکاروئ. پرته له ماسک څخه، تاسې کولای شئ دا غوړي په خپلو روزانه کریمونو، د ویښتو اسپرې، او نورو لوسنونو سره ګډ کړئ. د دې غوړیو ځينې یې د خوراکي په کارولې شئ.
منبع: رسانه دکتر سلامت