لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دریو تکړه او نامتو لوبغاړو د پاکستان د کرکټ په راتلونکي سوپر لیګ کې د لوبېدو په موخه په پلاټینیم کټګوري کې نوملیکنه کړې، تر څو یې په بولي کې لوبډلې واخلي.
د پاکستان سوپر لیګ پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د یکشنبې په ورځ په پلاټینیم کټګوري کې د بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې پکې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب ځدران هم شته.
تراوسه پورې د پاکستان سوپر لیګ د بهرنیو لوبغاړو یوزاې پلاټینیم کټګوري اعلان کړې او ممکن په نورو کټګوریو کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي شامل شي.
د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو لوبې د روان ۲۰۲۱م کال په مارچ میاشت کې پيلیږي، خو د لوبغاړو د پیر مراسم «بولي» بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې داځلې د دې لیګ ټولې لوبې په پاکستان دننه لاهور او کراچي ښارونو کې ترسره کیږي.
دې ټورنمنټ کې شپږ لوبډلې کراچي کینګز، اسلام اباد یونایټیډ، کویټه ګلډیټرز، ملتان سلطانز، پشاور زلمي او لاهور قلندرز شاملې دي.