د زمزمه غزل د شعر مقام

محمود دلګیر

شعر خپله یو مقام دی، خو زموږ مطلب دلته د شعر له مقام څخه د شاعر/ شاعرې شعر له خامۍ څخه راوتل او د پوخ والي څومره والی دی. موږ دلته د یوې ښځینه شاعرې په شاعرۍ غږیږو.

دا خبره به ډېره سولېدلې شي چې زموږ په ټولنه کې د ښځینه شاعرې په محرومیتونو او بندیزونو خبرې وکړو او بیا یې په همدغه تله شاعري وتلو، دا سمه خبره ده چې ټولنه، ماحول د شاعر په ذهن ډېر اغیز کوي، خو بیا هم د شاعر لپاره خپل ریاضت ډېر مهم دی او دا به یې لا هنر و کمال وي چې ځینې روایتونه مات کړي، شاعر باید بغاوت کوونکی وي.

شعر هنر دی او هنر د انسان تخلیق دی؛ دا په هنرمند پورې اړه لري چې دی خپل هنر څومره عالي پنځولی او ظریف کولای شي، دا هغه چاره ده چې هنرمند یا شاعر پخپل هنر، شعر دقیق وي نه د خلکو روایتي خبرو او برداشت ته، شاعر ته پکار ده چې خپل دروني بصیرت حساس کړي، هر څه کې د ښکلا اوج ولټوي، شاعر له طبیعت او پدیدو سره عاطفي، شهودي درک، احساساتو، شعور او لاشعور له لارې تړاو لري ، شاعر ممکن دا ستم وګڼي چې څوک پخپل سوري پښې ږدي یا د وړانګو په وسیله یې پر ځمکه غورځوي. شعر چې د زېړې زرغونې غوندې د اجزاوو یو کُل دی او د ښایست راز یې په یوه جز کې نه شي مشخص کیدای، تعریفونه یې هم متفق علیه نه دي. استاد صدیق پسرلی وایي.

شعر ښکلا ده، له ښکلو زېږي

د ژوند نشه ده، له ملو زېږي

یا د خوږمن زړه، د پرهر څړیکه

یا سره لمبه ده، له سولو زېږي

 

د ارواښاد پسرلي په پاسنۍ څلوریزه کې د نا اشنا مفهوم د وضاحت لپاره نا اشنا مثال راغلی دی چې ښکلا ده. ښکلا پخپله لکه د مېوې خوند؛ په توریو کې یې چا ته نه شو توضیح کولای.

وایي له خبرې، خبرې زېږي، نشي چې له اصلې موضوع بله خوا لاړ شو. د قدرمنې شاعرې زمزمه غزل د شاعرۍ له مطالعې دا جوته شوه چې د زمزمې د شاعرۍ محور زیات په دغو  څلورو مضامینو راڅرخي. د ژوند تعبیر، د یوه چا وصل او جدایي، تنهایي، د اندرون درد،.

د ژوند په اړه د غزل تعبیري نظریه ډېره حساسه او ښکلې ده، دغې شاعرې پخپل یوه نظم کې د ژوند تعریف لپاره ډېر ښه مثالونه ورکړي دي . ژوند یواځې دا ندی چې ته ژوندی یې په وجود کې دې ساه ښکته پورته کیږي، بلکې څه نور ښکلي حالتونه هم دي، د ماشوم لومړی قدم، له ځانه سره ډېرې هیلې زېږوي او بیا د ماشوم له خولې پلار ته سلام اچول یوه بله خوږه هیله ده، دا چې ماشوم په لومړي ځل ایینه کې ځان وویني د حیرت اوج ته رسیږي، موږ پدې نه پوهیږو چې د ماشوم زړه ته به دغه نا اشنا حالت څنګه ښکاري خو دا مو مشاهده کړي دي چې یو ډول حیرت پرې خوریږي چې دا حالت ډېر ښکلی او شاعرانه حالت دی، ژوند؛  د زړه انتخاب انسان سره په یوه ښکلې منظره کې قدم وهل دي او د هغه د وجود عطر او وږم حس کول او ترې خوند اخیستل دي، یا د د دریڅې له شا د موسم د اخري واورې پلتې حسابول دي، ژوند یواځې تسلسل د ساوو نه دی. ژوند رښتیا هم ښکلی دی ځکه چې د ژوند تخلیق کوونکی ښکلی دی. راځئ دا نظم ولولو او له خوږو تعبیرونو یې خوند واخلو.

نظم

ژوند یوازې تسلسل د ساوو نه دی

تماشه ده ژوند سل رنګه تماشه ده

ژوند لومړی ګام اخیستل د وړې لور دي

ژوند د مور له مینې ډکه پاپلۍ ده

ژوند ائینه کې د ماشوم لومړي کتل دي

ژوند ابا ته د بچي لومړی سلام دی

ژوند مکتب ته د بکسې تیارول دي

او د بس په انتظار کې څک غوږونه

د خپل نوم د زده کېدو نه پس خوښي ده

د مکتب د رخصتۍ د زنګ اواز دی

 

ژوند یوازې تسلسل د ساوو نه دی

ژوند زما پر زړه د خدای مهربانۍ دي

لکه ته چې ناڅاپي مخې ته راشې

څو کتابه دې راوړي وي ډالۍ کې

لکه تاسره چې شړکنده باران کې

د چترۍ لاندې واړه ګامونه اخلم

ستا د عطرو او د خاورو خوشبویي وي

په اشنا لار نا اشنا غوندې روان یو

 

ژوند یوازې تسلسل د ساوو نه دی

ما د ژوند ځینې شېبې راپټې کړي

له جنته د جنت له ښایستونو

مثلاًدا ستا د نرمې غېږې وږم

ستا د غټو او پستو لاسو تودوالی

مثلاً هغه د تېر ژمي سړه شپه

چې د بندې اشه دارې مخته ناست وو

ستا څادر زموږ د دواړو پر اوږو و

ستا پر ښۍ مټه مې سر و لګولی

او بهر پۀ رالوېدلو ژېړو پاڼو

د موسم لومړني واوره ورېدله

 

د هجر او وصل مرحلې د عشق غوره مرحلې دي، په هجر کې د خپل معشوق د مینې قدر ډېر شي او په وصل کې یې بیا د سکون او خوند اوج محسوسول دي، د زمزمه غزل تقریبا ډېره شاعري د یوه چا د جدایۍ له بد حالته زېږېدلې چې دا د شعر عاطفه هم ګڼلی شو، عاطفه له حالتونو متاثره کیدل دي، د شعر د بیان غوروالی یې په دې کې هم دی چې دغه حالتونه یې تجربه کړي او د شعر لپاره تجربه ډېره مهمه ده . لاندې بیتونه یې ښه شاهدي ورکوي.

 

مړه يم د خپل وجود نه ساه راکړه

ما ته بايللی ژوندون بيا را کړه

 

تلليه! له تانه هېڅ ګيله نه کوم

ما ته مې خپل باور سزا را کړه

 

د بېلتانه په اور دې وسېځلم

ما ته دې ټول عمر ژړا را کړه

**

نه کېږي له مانه  نور بيخي انتظار نه کېږي

مړه شه” زمزمې” نوره هجران په عذاب کړې يم

**

زړه مې سم درپسې وران دى او باران دى

بې له تامې سخت ګذران دى او باران دى

 

بيا زما له سترګو مړې اوښکې بهېږي

ستا د سترګو ديدن ګران دى او باران دى

**

نوی کال نوی موسم نوی سپرلی دی

جدایي ده رانه لرې مې لالی دی

*

د ارمانونو  مې  د زړه  په  کور کې

سوې  نارې  دي ماته  خوب  نه راځي

 

ستا له تلو  وروسته  مې  تیارې  شوې  ورځې

هیلې  مې  مړې  دي ماته  خوب  نه راځي

 

زما  ساه  ګانې  چې  بېتایې  اخلم

د اورلمبي دي ماته خوب نه راځي

 

د پښتو د معاصرې دورې پدې راوروستنۍ لسیزه کې ډېر فیصده شاعري د تنهایۍ مضمون تداعي کړی دی، له ډېرو نویو تشبیهاتو سره څرګند شوی دی، دا چې په شعر کې د تنهایۍ مضمون ډېر تکرار کوم لاملونه لري دا یو بیل بحث دی چې بل ځای به پرې خبرې وکړو خو دا یو لامل یې دلته بیانول اړین ګڼم چې یو مهم لامل یې نفسیاتي مسلې دي، یا په بله معنا د اندرون درد، عذاب او اضطراب د خپل تاثیر اخري اوج ته رسیدل دي چې دا حالت ډېر کله له تنهایۍ هم څه اندازه زیږي، همدغه نفسیات ډېر کله انسان له هجومه وباسي او د تنهایۍ په یوه ګوټ کې یې استانه کوي، خو دا حالت په شاعرانو ځکه ډېر راځي چې شاعر حالتونو ته ډېر متوجې وي، د غني خان خبره ده چې وایي، شاعر داسې وي لکه په بدن چې یې پوست نه وي ان د یوه شمال په وړې څپې هم دردیږي، بله دا چې د ډېری شاعرانو په تقدیر کې لکه تنهایي چې له ازله لیکل شوي وي، زمزمه هم له دې حالت سره ژوند تیروي، دا لاندې بیت یې د تنهایۍ ډېر غوره بیان دی.

 

بې له جدایي ملګري شوي یو

زه او تنهایي ملګري شوي یو

 

دلته یې تنهایي په ناعادي ژبه بیان کړې چې دا د شعر تر ټولو لومړۍ ځانګړنه ده، د دې بیت جوړښت له درېیو حالتونو شوی دی جدایي، ملګري، تنهایي عموم کې موږ کوښښ کوو چې له ځینو خصلتونو سره خلاف شو او له ځانه یې جدا یا لرې کړو، تر څو په ټولنه کې د یوه غوره شخصیت درلودونکي شو، کله چې شخصیت جوړ شي انسان د ښې ملګرتیا قابل شي، غوره ملګري پیدا کړي، نه غواړي چې د ژوند تر پایه له خپلو ملګرو جدا شي ځکه خو د دوۍ تر منځ جدایي اصلن نه راځي، په پورته بیت کې شاعره وایي چې زما په ژوند کې تر ټولو غوره ملګری چې خپلې ملګرتیا ته وفادار پاتې شوی هغه یواځې تنهایي ده ځکه خو زموږ تر منځ جدایي ځای نه مومي او موږ یو د بل ښه ملګري یوو، خو بیت دلته ځان سره یو پټ درد هم لري، دا درد محسوسول به تاسو ته پریږدم تر څو د خپل احساس په اندازه یې محسوس کړئ.

د تنهایۍ په اړه د زمزمې غزل نور ډېر شعرونه هم شته، خو موږ ته مهمه دا ده چې دې شاعرې شعر سره څنګه چلند کړی، حالتونه، د زړه خبرې یې څنګه شاعرانه کړي؟ دا له پورته راغليو شعرونو هم جوتېږي چې زمزمه شاعره ده، د شعر ژبه یې خوږه او فصیحه ده، د شعر ځینې نزاکتونه یې ډېر دقیق مراعت کړي دي همدغه دی چې په شعر یې دا ګمان نه کېږي چې ګواکې دا دې د یوې نواښتې شاعرې شعر وي بلکې په لوستو یې داسې احساسوو چې دا د یوې ډېرې تجربه لرونکې شاعرې چې په دې برخه کې یې لوی مزل طی کړی وي شعر دی.

د اندرون درد د دې شاعرې د شعر یو بل مضمون دی چې په خورا ښه بڼه یې تمثیل کوي، استاد اسدالله غضنفر پخپل کتاب کې د بشر د معرفت څلور کټګورۍ رانقل کړي چې له « وحې، فلسفې، ساینس، او هنره» عبارت دي. وحې د ادیانو اساسي او میټافزیکي نړۍ لید دی. فلسفه د فزیک او میټافزیکي مفاهیمو تحلیل دی. ساینس د انساني حواسو د تقویې نوم دی چې د اکثره کایناتو، انتزاعي او اسطوره یي موجوداتو، مفاهیمو او باورونو فزیکي علتونه په تجربه ثابتوي. او هنر د انسان د دروني نړۍ او بیرون تر منځ عاطفي، احساسي او لاشعوري اړیکې دي .شعر هم د هنر په کټګورۍ کې داخل دی د اندرون درد له بیروني نړۍ نه رازیږي، ځکه زموږ عواطف له بیروني حوادثو متاثره کیږي، ځینې حوادث د انسان عاطفه زخمي کوي همغه وي چې په انسان کې درد راوخوټیږي شاعر بیا دغه درد بیرته بیروني نړۍ ته د شعر په جادویي ژبه بیانوي، مطلب شعر د نړۍ مخ ته هنداره ګرځوي، د اغلې غزل په شاعرۍ کې دا مضمون هم ډېر غوره بیان شوی دی. لاندې بیتونو ته یې تم کیږو.

 

درد په عذاب کړې، يم درمان په عذاب کړې يم

وايخله خالقه! زه مې ځان په عذاب کړې يم

 

زه د ژوند په ونه کې ژيړ رنګه پاڼه پاتې يم

ستا د ياد بادونو او باران په عذاب کړې يم

 

ما په کې يوه لحظه ارامه سا وانه خيسته

زه په کې تنها يم ډک جهان پۀ عذاب کړې يم

 

غره په سر د دنګو چينارونو مينځ کې روڼ ستوری

ستا په نوم دی، وژني مې  اسمان په عذاب کړې يم

 

یو خوا د وطن له غمه جړې زلفې ګرځمه

بل خوا د پاګل لالي ګرېوان په  عذاب کړې يم

 

زمزمه غزل ځوانه شاعره ده، لا یې د فکر مېوې پخې نه دي، د عمر راپورته شوی لمر به یې اهسته اهسته دا مېوې هم پخې کړي او بیا به  د شعر په نړۍ کې د یوې لویې شاعرې مقام خپل کړي، شعر یې ډېر روان، اهنګین، متخیل، عاطفي او په ظریفو الفاظو سینګار دی، موږ یې د شعر دا خوږلت ډېر هیله مند کړي یوو چې انشاالله دا به زموږ د پښتو شعر په ښځینه شاعرانو کې یو ځانګړی مضمون وي. خو دا یوه توصیه ورته اړینه ګڼم چې شعر  د درې څلورو مضامینو په قفس کې بندول ندي پکار پریږده چې خپلې وزرې په حرکت راولي او د خالق او تخلیق تر منځ د ښکلا دا ویړ جهان مشاهده کړي.

 

2022/1/8

کابل، افغانستان.