جګړې د هلمنديو بزګرانو محصولات ليلام کړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

هلمند کې تر بل هر وخت د جګړې شدت ډېر سوی چې له امله يې بزګرانو ته هم زيان رسېدلی دی.

هلمندي بزګران وايي چې پخوا به يې د څو ساعتونو په جريان کې د هيواد تر ګوټ ګوټ پورې کرنيز محصولات رسوله خو اوس مهال يې ټول حاصلات په کروندو کې خراب سوي او ياهم مجبور سوي چې ليلام يې کړي.

محمدعيسی د لښکرګاه په درېمه حوزه بولان کې ځمکه په بزګرۍ نيولې،دی وايي سږ چې يې څومره خواري کښلې وه ټوله په اوبو لاهو سوه او له کوره يې تاواني کړی دی.

محمدعيسی ياران ته وويل: ښه مو شيان حاصل ته ورسېده هلته جنګ شروع سو،يو وار خو د خپلو کورو څخه بار سولو بيا چي پدې مرميو کي مو روميان و بادرنګ و بينډۍ و بانجڼ راټول کړه هغه بيا اوس څوک نه غواړي يا يې ډېر ارزانه غواړي ،ما تاوان وکی او خپل سر مې لا په جوړ نکی.

img 20210609 wa00422816768846694963736 جګړې د هلمنديو بزګرانو محصولات ليلام کړه

دی ددې هرڅه لامل جګړه بولي او وايي ترڅو چې مو په هيواد کې دايمي سوله نه وي راغلې همداسي به کړېږو او په هرڅه کې به تاوان کوو،محمدعيسی د جګړې د ښکېلو غاړو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.

د هلمند ولايت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسولين د هلمندي بزګرانو خبري تائيدوي او دوی هم ددې هرڅه پړه پر جګړې اچوي.

د هلمند د کرنې رياست د پلان او برنامو مسول رفيع الله قلم وايي له بده مرغه د هلمند او کابل لويه لاره اوس نا امنه ده،موټران له پاخه سړکه خامې باندې ځي او د سفر په جريان کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېږي.

img 20210609 wa00393710253495671113053 جګړې د هلمنديو بزګرانو محصولات ليلام کړه

دی وايي نور کلونه به د هلمند ولايت د سبو او تازه مېوو ټولنې د بزګرانو ټول حاصلات له دې ولايته کندهار،زابل ،ارزګان ،غزني او هرات ته انتقالوله ،ضايعات به يې نه ورکوله او ګټه به يې هم ترلاسه کوله.

خو قلم وايي چې يوازې د سې شنبې په ورځ وروسته له ۴۸ ساعتونو په روميانو بار موټرونه غزني ولايت ته رسېدلي وه چې له امله يې د سبو او تازه مېوو د سوداګرو ټولنې سل زره افغانۍ زيان ليدلی.

img 20210609 wa00371858141167287741343 جګړې د هلمنديو بزګرانو محصولات ليلام کړه

دده په خبره نور کلونه دا وخت به هره ورځ د سابو او مېوو له شلو تر دېرش موټرونه نورو ولايتونو ته وړل کېدله خو دا چې لويې لاري د پوره خطره ډکې دي او همدارنګه محصولات پر مالوم وخت نه رسېږي نو د سبو او تازه مېوو د سوداګرو ټولنې پرېکړه کړې چې نور به يې نه انتقالوي،چې له امله به يې د بزګرانو ټول محصولات ليلامېږي او يا به هم ورستېږي.

img 20210609 wa00367701836245679714632 جګړې د هلمنديو بزګرانو محصولات ليلام کړه

هلمند کې د تېرو څو مياشتو راهيسي د جګړې له کبله په زرګونو کورنۍ له خپلو ځايونو نورو سيمو ته مهاجر سويدي او پدې ګرمه هوا کې د سخت بشري ناورين سره مخ دي.