اوښکې څه شی دی؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

اوښکې يوازې رڼې اوبه نه دي، چې له سترګو راوبهېږي او په ګرېوان کې ورکې شي.
اوښکې عواطف او احساسات دي.
ځينې وختونه يوازې دوې اوښکې هم ډېرې خبرې کوي او ډېر څه ښيي.
ځينې اوښکې په زړونو کي له ځوانيمرګو ارمانونو غږېږي.
ځينې وختونه اوښکې هغه خبرې وي، چې په خوله نه کېږي.
ځينې اوښکې د زړونو وينې، د زړونو اه او فرياد وي.
ځينې اوښکې مجبوري بيانوي.
ځينې اوښکې د خپلې بېوسۍ زړه چاودې کيسې کوي.
ځينې وخت اوښکې هغه رازونه وي، چې په زړونو کې ناويلې پاته وي او تر شونډو نه وي رسېدلي.
ځينې اوښکې يوازې پر خپلو کړو پښېمانې وي.
ځينې اوښکې د هغو ارمانونو داستانونه دي، چې نيمګړي او په زړونو کې لکه اغزي پاتې وي.
ځينې اوښکې د نيمګړې مينې او نيمه خوا محبت کيسې کوي.
دا هم ياد ساتئ، ځينې وخت، ځينې اوښکې يوازې د نورو د تېر ايستلو لپاره وي.
ځينې اوښکې مصنوعي وي، د يوې کاذبې خواخوږۍ او غمشريکۍ په نوم له سترګو څڅېږي.
ځينې وخت اوښکې يوازې دروغجن احساسات وي. مقابل اړخ ته يوه دوکه او فرېب وي، چې ورکول کېږي.
ـــــــــــــــــــــ
📕ــــ پر اور مزل
🖊️ـــ زهير سپېڅلی

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.