امریکايي ديپلومات: امریکا په اوکراین کې افغان جنګیالیو ته اړتیا لري

رنګین تجريدي ډیزاین

په کوزو کې د امریکا پخوانی سفیر او ددغه هېواد ديپلومات فلیپ کازنت وایي، ددې احتمال شته چې امریکا د خپل پوځ په لیکو کې د افغان جنګیالیو یوه ډله رامنځ ته کړي.

دده په وینا ښايي امریکا د افغان جنګیالیو او ځانګړو ځواکونو یوه پياوړې ډله رامنځ ته کړي چې هغه له ځان سره وساتي او د اوکراین په څېر هېوادونو ته یې د جګړې لپاره ولېږي.

فليپ وایي دوی هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې خطرناکې جګړې تېرې کړې دي نو په اوکراین کې امریکا ددوی وړتیا ته اړتیا لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه افغان سرتېري چې د ځانګړو قطعاتو او کومانډو غړي وو له ځان سره بېولي او ډېری یې په امریکا کې مېشت دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي