افغانستان راتلونکې میاشت نیدرلنډ سره درې یوورځنۍ لوبې کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله به د راتلونکې ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشت کي د نیدرلنډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یوورځنۍ لوبې ترسره کړي.

په یاده اعلامیه کې راغلې، چې دا درې نړیوالې سیالۍ د افغانستان په کوربتوب، د قطر پلازمینې، دوحې ښار په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې د جنورۍ میاشتې په ۲۱مه، په ۲۳مه او ۲۵مه نېټه ترسره کیږي.

افغان کرکټ بورډ زیاته کړې، افغان کرکټ ملې لوبډلې له دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې یوازې د ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې درې-یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې له نېکه مرغه یې درې واړه سیالۍ ګټلې دي او اوسمهال ۳۰ نمرې له ځان سره لري.

 

https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/a.1592613244326601/3087097081544869/?type=3

 

 

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو د مهالوېش له مخې به افغان ملي  لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۳م کال تر پیله پورې ټولټال ۷ لوبلړۍ ترسره کړي چې درې لوبلړۍ به یې په خپل کوربه توب ترسره شي، او د پاتې څلورو لوبلړیو لپاره به نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله په خپل کوربه توب د نیدرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ وروسته د جنورۍ میاشتې په پای کې زمبابوې ته سفر وکړي ترڅو هلته له کوربه هېواد سره هم درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. سربېره پر دې به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۲م کال په لړ کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلو کوربه توب وکړي او همدارنګه به د هند، بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې سیالیو لپاره یادو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو ټورنمنټ دی چې د دوه کلونو په موده کې به ترسره شي او له مخې به یې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته ۸ غوره لوبډلې لاره ومومي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.