د زِمبابوې لوبغاړي له معاش پرته د هېواد لپاره کرکټ کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د زِمبابوې کرکټ لوبغاړو د سه شنبې په ورځ د جولای په ۳۰ مه نېټه پرېکړه کړې اړتیا ده، چې د خپل هېواد کرکټ ژوندی وساتي او د هېواد لپاره له معاش پرته ولوبېږي.
د زِمبابوې د کرکټ بورډ یوه لوړپوړي غړي ویلي:

«دوی غواړي د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام غوراوي سیالیوکې په وړیا ډول د خپل هېواد لپاره لوبې وکړي، ده ویلي که اړتیا شوه له جیبه به پېسې ورکړي.»

نوموړي ویلي دا هر څه ددې لپاره کوي، چې کرکټ یې په هېواد کې ژوندی پاتې شي.
د کرکټ نړیوالې شورا کابو اوونۍ وړاندې د زِمبابوې ښځينه او نارینه لوبډلې په بورډ کې د سیاسي لاسوهنو او مالي بُحران له امله له کرکټ محرومې اعلان کړې؛ خو اوس زِمبابوې په وړیا ډول لوبو ته ټټر وهلی؛ ګورو چې د کرکټ نړیواله شورا یې عُذر مني او کنه.
د زِمبابوې کرکټ بورډ ویلي، چې دوی اوس هم حق لري، چې له نورو لوبډلو سره دوه اړخیزې لوبلړۍ وکړي.
د نوموړي هېواد کرکټ بورډ زیاتوي، چې لوبغاړي به په خېریه ډول لوبې کوي ترڅو د خپل هېواد کرکټ تاند وساتي او نه پرېږدي، چې کړې خوارۍ یې په اوبو لاهو شي.

همدارنګه یوه میاشت وړاندې د زِمبابوې ښځينه او نارینه لوبډلو ته د دوو میاشتو پېسې ورکړل شوې وې، خو د نېدرلېنډ او ایرلېنډ پر وړاندې لوبلړیوکې لوبغاړوته پېسې او د لوبو فیس نه و ورکړل شوی، چې دې چارې لوبغاړي هم له مالي ستونزو سره مخ کړل.
زِمبابوې اوس انتظار باسي، چې د راروانې اګسټ میاشت کې یې ښځینه لوبډله د ښځینه وو شل اوریزو غوراوي جام سیالیوکې برخه واخلي.
که د زِمبابوې عرض د کرکټ نړیوالې شورا له خوا واخېستل شي؛ نو ښایي زِمبابوې د افغانستان او بنګله دېش درې اړخیزې لوبلړۍ ته بېرته ورداخله شي، زِمبابوې په خپل مهالوېش کې له ویسټ انډیز او سریلانکا سره هم لوبې لري.
۲۰۲۰ کال اپریل کې بیا ایرلېنډ سره د لوبلړیو لپاره حاضره ده.