زِمبابوې د افغانستان او بنګله دېش له درې اړخیزسیریز څخه بهرشوه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، که زِمبابوې بنګله دېش ته سفر ونه شي کړای؛ ښایي لوبلړۍ د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوه اړخیزه شي.
په تېرکې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي وو، د زِمبابوې لوبډله نه شي کولای چې ترنا معلوم وخت پورې لوبې وکړي.
د کرکټ شورا اعلان کړی دی، چې زِمبابوې د نامعلوم وخت لپاره هیڅ ډول کورنۍ او بهرنۍ لوبې نه شي کولای.
د افغانستان له سیریز څخه د زِمبابوې بهر کېدل، د زِمبابوې کرکټ بورډ ته د خطر لومړی زېګنال دی.
د زِمبابوې ښځينه او نارینه دواړه لوبډلې نه شي کولای چې د ۲۰۲۰ م کال شل اوریز جام غوراوي سیالیوکې ګډون وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې تر یوې میاشت به د زِمبابوې لوبغاړو او د کرکټ بورډ غړوته هیڅ معاش او فیس نه ورکوي.
دې چارې الراونډر سولومون مایر استعفا ته اړ کړ او سکندر رضا هم ویلي، چې دا چاره به د زِمبابوې کرکټ تباه کړي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د زِمبابوې کرکټ بورډ کې سیاسي لاسوهنې زیاتې شوي دي، ترڅو چې دا لاسوهنې پای ته نه وي رسېدلي دوی به د دوی د کرکټ حقوق وځنډوي.
د زِمبابوې کرکټ بورډ خورا غریب دی او دوی نه شي کولای چې د اصولو مطابق بودیجه برابره کړي.
زِمبابوې.jpg
د زِمبابوې کرکټ بورډ ویلي چې دوی به نوو قراردادیانو او مالي ملاتړو سره تړونونه وکړي او مالي برخه کې به د کرکټ نړیوالې شورا ته ډاډ ورکړي.
د ۲۰۱۸ م کال څخه تر دې دمه دا دوهم ځل دی، چې دا لوبډله ځنډول کېږي، یو ځل مخکې لوبغاړو د مالي بُحران له امله له خپل کرکټ بورډ سره پرېکون اعلان کړی و او کرکټ بورډ ته یې ضرب الاجل ورکړی و؛ خو کرکټ بورډ بیا بېرته لوبغاړي پخُلا کړل او لوبې یې پیل کړې.
اوس یې یو ځل بیا لوبې وځنډول شوې.
په وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ کې هم بحران رامنځته شوی و، چې لوبغاړي یې په خپلو کې بې اتفاقه کړل، د کرکټ بورډ ځېنو مسئولینو او هېوداوالو بیا د دې علت په کرکټ بورډ کې سیاسي لاسوهنې او ډلبازۍ بولي.
ډېری کرکټ شنونکي وایي؛ که افغان کرکټ بورډ له سیاسي انحصار څخه راونه ووځي؛ نو افغان لوبډله هم د زِمبابوې په برخلیک اخته کېدای شي.
خو دې وروستیو کې په کرکټ بورډ کې ادلون بدلون د لوبډلې بېرته جوړېدلو ته هیلې پېداکړي دي،  د لوبډلمشر بدلیدل بل هغه اقدام و، چې ډېری کرکټ مبصرینو مثبت وباله.