ليکنه: حامد مشواڼی
Ranitidine د H2 Blocker د کورنۍ يوه مهمه دوا ده چې د معدې د سوزش او زخم لپاره استعمالېږي. دا دوا په ټوله نړۍ کې په OTC يا د ډاکټر له نسخې پرته اخېستل کېدای شي او استعمال يې بېخي ډېر دی. په دې وروستيو کې ځينې نوې څېړنې ښيي چې Zantac چې د Ranitidine يو مهم برانډ دی، د کېنسر لامل کېږي. که څه هم تر ډېره يوازې د Zantac نوم اخېستل کېږي، خو څېړنې وايي د Zantac ټول جينيريک ډولونه چې د Ranitidine تر نامه لاندې دي، ورته ځانګړنې لري.
د لومړي ځل لپاره دا خبره د جون په مياشت کې Valisure چې يو انلاين درملتون دی، چې مشتريانو ته تر عرضه کولو وړاندې د دوا د کيمياوي موادو او ترکيب په اړه څېړنې او تحليلونه کوي، دا خبره راپورته کړه. د Valisure اجرائيه رئيس ډيويډ لايټ وويل: “مونږ Ranitidine وروسته له هغې تر خپلو څېړنو لاندې ونيول چې د کمپنۍ د موسس يوه لور وه چې دا دوا يې د معدې د تېزابيت لپاره استعمالوله، موږ ډېر پرېشانه شو کله مو چې د دې په بېلابېلو اشکالو کې Carcinogen وليده. له دې څخه وروسته موږ په دې فکر وکړ چې دا دوا بايد په مکمل ډول له منځه يوړل شي”
(FDA) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د Ranitidine په ځينو بيچونو کې يو ډول کيمياوي مواد چې د کينسر لامل کېدای شي، کشف کړي دي. دا کيمياوي مواد د Nitrosodimethyleamine يا NDMA نومېږي چې يو ډول Carcinogen دی او د کينسر لامل کېږي. NDMA په ځينې غذايي موادو لکه غوښه، سبزيجات، لبنيات او اوبو کې هم پيدا کېږي. لا تر اوسه په دې اړه د FDA څېړنې ادامه لري خو ابتدايي څېړنې ښيي چې په Ranitidine کې د NDMA اندازه په خوړو کې د دې له اندازې څخه ډېره زياته ده. FDA په دې اړه تر اوسه خپله پرېکړه نه ده صادره کړې او وايي چې له څېړنو وروسته به خپل رسمي نظر خپور کړي. د امريکا مشهورو درملتونونو CVS, Walgreens او Rite Aid دا دواګانې له خپلو درملتونونو څخه ختمې کړي دي.
همدارنګه د نړۍ د دوا د توليد مشهورو کمپنيو لکه gsk هم Ranitidine بند کړي دي. يوازې Sanofi چې د Zantac تر برانډ نوم لاندې دا دوا جوړوي، لا تر اوسه دا دوا نه ده درولې.
د نړۍ په ډېری لويو هېوادونو لکه کاناډا، فرانسه، هندوستان، هانګ کانګ او د امريکا په متحده ايالاتو کې د دې دوا توزيع بنده شوې ده.