لیکنه : عبدالله عادل
د هند او په ټوله کښي د نړۍ د یو بهترین توپ وهونکي ویرات کوهلي د ماشومتوب روزونکی راج کمار شرما وايي چي کوهلي له تیرو دوو کلنو څخه نړیوال جام ته انتظار باسي.
د نوموړي د روزونکی په فکر چي دا به د ویرات لپاره لویه ننګونه و اوسي چي د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کښي د یوې قوي کرکټ لوبډلي (هند) رهبري ور دغاړي ده.
دا به د کوهلي لپاره یو ویاړ و اوسي چي د نورو خلاف په خپله لومړۍ لوبډلمشرۍ کښي نړیوال جام وګټي.
ویرات په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کښي د هند لوبډلي برخه وو چي دغه جام یې دهند لپاره د بنګلدېش خلاف په سلیزي سره پیل کړ.
له مهیندر سینګ دهوني او کپیل دیو وروسته اوس د هند د مینوالو امیدونه کوهلي ته دي تر څو ورته د انګلنډ پر خاوره د نړیوال جام ګټلو خوب په رښتیا بدل کړي .
اووم لوبډلمشر
کله چي ویرات په نړیوال جام کښي د جنوبي افریقي لوبډلي خلاف د ټاس اچولو لپاره لوبغالي ته کښته سي نو په دې سره به نوموړی اووم لوبډلمشر سي چي نړیوال جام کښي د هند لوبډله رهبري کوي .
هند به د نړیوال جام لومړي پړاو کښي د نورو لوبډلو غوندي ۹ لوبي ترسره کړي چي په یادو نهو لوبو کښي به د جون پر ۱۶ مه هند د خپل سرسخت سیال پاکستان سره ولوبیږي.
د کوهلي د ماشومتوب د روزونکي شرما د وینا له مخي ۳۰ کلن توپ وهوونکی له تیرو دوو کلونو راهیسي ددې فرصت انتظار کوی او د ویرات د څو مرکو څخه هم دا څرګندیږي چي نوموړی نړیوال جام ته بي صبرانه انتظار دی.
دا به له ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ کال وروسته د ویرات کوهلي دریم نړیوال جام يي چي پکښي لوبیږي به خو دا ځل لوبېده به یې د لوبډلمشر په صفت و اوسي.
شرما وايي:
” ویرات کوهلي پر نړیوال جام ډیر تمرکز کوي،که تاسو له تیرو دوو کلونو څخه د هغه مرکو ته غړو سئ ، هغه د نړیوال جام په اړه فکر کوي چي څه ډول باید ولوبیږي او پلان باید څه و اوسیږي نو هغه په دې اړه ډیر هیله من دی چي هند ته نړیوال جام وګټي.”
ویرات کوهلی د هند لپاره د لوبډلمشر په توګه له تیر یو کال راهیسي او یا له هغه څخه مخکي ښې لاسته راوړني لري پداسي حال کښي چي هغه د هند په تجارتي سیالیو (IPL) کښي د بنګلور لوبډله ښه رهبري نکړه کوم لوبډله چي د جدول په تر ټولو وروستي ځای کي پاته سوه ،اوس به ولیدل سي چي ویرات د هند لپاره په راتلونکي نړیوال جام کښي څه ډول ثابتیږي .