ویرات کولي: په کرکټ کې مې تیروتنې کړي دي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي ویلي، دی هغو لوبغاړو سره هیڅ ضد بازي نه کوي، چې نوي لوبډلې ته راځي.
لوبډلمشر زیاتوي نوموړی ځېنې وخت داسې لومړني چلندونه کوي، چې خلک یې د تېروتنې په توګه اخلي؛ خو هغه به د لوبډلې د ښه والي لپاره وي.
ګاتم ګمبیر چې مخکې د هندوستان اوپنر او یا هم ون ډاون توپ وهونکی و، نوموړی له هندۍ لوبډلې سره د خپل پرېکون ستر علت لوبډلې ته د ویرات کولي راتګ بولي.
ګمبیر ویلي وو، چې له ویرات کولي سره نه غواړي لوبډله کې ولوبېږي، نوموړي له ۲۰۱۱ م کال نړیوال جام څخه وروسته هندۍ لوبډله سره خپله ګرمه اړیکه وشلوله او بالاخره اوس له هر ډول کرکټ څخه لاس په سر شوی.
ویرات کولي ټینګار کوي، چې ما هر ځل نویو لوبغاړو ته ویلي، چې هیڅ تېروتنه ونه کړي، بلکې هغوی یې د خپلو پیل لوبو کې تېروتنې کوي.
د نوموړي په وېنا هغه د نوو ځوانانو له اعتماد او وړتیاوو د نه ساتلو له امله وېره لري، د نړۍ لومړی نمبر توپ وهونکی له نوو ځوانو هندي لوبغاړو غواړي، چې خپله وړتیا ثابته وساتي.
ویرات کولي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د اګسټ په دریمه نېټه هندوستان له ویسټ انډیز سره د ویسټ انډیز هېواد په کوربتوب سیالۍ لري، په دې لوبو کې د هند غوراوي کمېټې ډوني ته ځای نه دی ورکړی.

کولي وایي:

«ده په پیل کې ډېرې تېروتنې کړي، خو په خپل ازمايښتي پړاو کې یې ډېر احتیاط کړی، چې ښه ولوبېږي او په دې پړاو کې خپل کېریر مثبت وساتي.»

دی وایي له نوو لوبغاړو غواړو چې په تېروتنو خپل کېریر ته تاوان ونه رسوي، دوه یا درې کاله باید ضایع نه کړي.
له دې خبرو ښایي د هغه مطلب د ډوني استعفا ته وي او یایې مطلب هغه لوبغاړي دي، چې فطري وړتیا یې کمه وي.
ده د آې پي ایل لوبو ته هم اشاره کړې:

«آې پي ایل کې ډېر ځوان لوبغاړي له وړتیاوو سره راڅرګندېږي، دوی ډېر ډاډه لوبېږي، دا ډاډه توب یې سړی حېرانوي او دا شی بیا د کرکټ لوبغاړو لپاره ښه پواینټ دی.»

ویرات کولي د ویسټ انډیز سفر ته تر ډېره ځوانه لوبډله برابره کړې ده.
د نوموړي په نوې لوبډله کې کی ایل راهول، رېشاب پنټ، شیریاس ایئر، منېش پانډی، کولډیپ یداف، خلیل احمد او ناف دیپ سیني ټول ځوان لوبغاړي دي او په درې شل اوریزو، درې یو ورځنیو او دوه ټېسټ سیالیو کې به دا لوبغاړي وازمایل شي.