د پاکستان کرکټ بورډ د سریلانکا لوبډلې ته بلنه ورکړې، چې په ۲۰۱۹ م کال کې دوه ټېسټ سیالۍ په لاهور کې ترسره کړي؛ خو سریلانکایي لوبډله بیا په دې برخه کې د غور کولو او پرېکړې لپاره د کرکټ بورډ د ځواب په انتظار ده.
له نن څخه ۱۰ کاله وړاندې د پاکستان په لاهور ښارکې سریلانکایي لوبډله د وسله والو تر برید لاندې راغله، چې ځېنې لوبغاړي یې پکې ټپیان شول؛ له دې وروسته په پاکستان کې د کرکټ غړو هېوادونو او د کرکټ نړیوالې شورا نړیوالې کرکټ لوبې په پاکستان کې لغوه کړې.
د لوبو د لغوه کېدو دا لړۍ لا روانه ده.
په تېرکې پاکستاني کرکټ بورډ ډېرې هڅې وکړې، چې نړیوال کرکټ بېرته خپل کورته راولي؛ خو په بشپړ ډول نه دي بریالي شوي.
پاکستاني کرکټ بورډ په دې خاطرچې نړیوال کرکټ لوبغاړي پاکستان کې لوبو کولو ته رامات کړي، دوه ځلې د خپل سوداګریز کرکټ لیګ نیمه پایلوبې او پایلوبه په لاهور کې وکړې.
د ویسټ انډیز لوبډلې ته یې بلنه ورکړه، د نړۍ یوولس کسیزه لوبډله یې هم ۲۰۱۷ کال کې رابللې وه او لاهور یې کوربه و.
له ۲۰۰۹ م کال وړاندې چې په سیمه کې ترهګري کمه وه؛ نو د هندوستان په ګډون د نړۍ ډېری لوبډلې به پاکستان ته د لوبلړیو لپاره راتللې او دا لوبې د کراچۍ ښار، لاهور او ملتان په ګډون په پېښور ښارکې هم کېدلې؛ خو په پاکستان کې د نړیوال کرکټ راج هغه وخت پای ته ورسېد، کله چې د سریلانکا په لوبغاړو د ۲۰۰۹ م کال په مارچ میاشت کې د وسله والو له خوا برید وشو، دا برید هغه وخت شوی و، کله چې لوبغاړي له خپل بس موټر څخه ښکته کېدل او لوبغالي ته یې د تګ اراده لرله.
سریلانکا اوس وېره لري او وایي نه غواړي، چې د ۲۰۰۹ م کال په څېر کرغېړنه پېښه بیا تکرار شي.
د پاکستان کرکټ بورډ سریلانکایي کرکټ بورډ ته د شدیدو امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړی؛ خو د سریلانکا کرکټ بورډ زړه تر اوسه په دې ډاډ د ارامۍ اوبه نه دي سکلي.
اوسمهال پاکستانۍ لوبډله د هرې نړیوالې لوبډلې کوربتوب په متحده عربي اماراتوکې کوي او ټولې لوبلړۍ چې د دوی په کوربتوب وي همدلته یې ترسره کوي.
که پاکستان کې دا ټېسټ سیریز ترسره شي، دا به له ۲۰۰۹ م کال راپه دېخوا لومړۍ ټېسټ لوبلړۍ وي، چې یاد هېواد کې به کېږي.
۲۰۰۹ کال پېښه کې اته تنه وژل شوي وو او ځېنې سریلانکایي لوبغاړي پکې ټپیان شوي وو.
۲۰۱۵ م کال کې د زِمبابوې لوبډلې پاکستان ته سفر کړی و، خو د شدیدو امنیتي تدابیرو سربېره د لاهور قدافي لوبغالي څخه ۸ سوه متره لرې یوې بمي چاودنې دوه کسان ووژل.
د پاکستان کرکټ بورډ هیله لري، چې انګلستان او اسټرالیا هم پاکستان ته د لوبلړیو لپاره سفرونه وکړي.