تر لومړنۍ ماتې وروسته د ګربز لوبډلې بریا خپله کړه

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ څلورمه لوبه نن د میس‌عینک او کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې کابل بازانو لوبډلې په ۴ ویکټو بریا خپله کړه.

د کابل بازنو سکواډ

کابل بازانو لوبډلې په ننۍ لوبه کې دغه ۱۱ لوبغاړي ولوبول
لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز او په لوبډله کې نورعلي ځدران، فرمان‌الله صافی، ریاض حسن، صدیق‌الله اتل، نجات مسعود، سمیع‌اللله شینواری، وسیم اکرم، عضمت‌الله عمرزی، ننګیالی خروټی او ضیا‌‌ءالرحمن شریفي شامل وه.

د میس‌عینک لوبډلې سکواډ

میس عینک لوبډلې بیا دا ۱۱ لوبغاړي نن ولوبول:
لوبډلمشر شاپور ځدران، محمدشهزاد، نجیب ترکی، هشمت‌الله شهیدي، دولت ځدران، نوراحمد لکڼوال، شفیق پاچا، عبدالله مزاري، غمی ځدران، شاهمدالله کمال او ابراهیم خان شامل وه.

د ننۍ لوبې حال

پچه د کابل بازان لوبډلې لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د میس عینک د لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران څخه وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.
میس‌عینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې او کابل بازانو لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.
د میس‌عینک لپاره شاهدالله کمال ۵۸ ناسوځېدلي، نجیب ترکي ۳۲ او شهزاد محمدي بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

کابل بازانو ته ضیا‌‌ء اکبر درې، ننګیالي خروټې دوه او نجات مسعود بیا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
کله چې میس‌عینک لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.
کابل بازانو لوبډلې ته نورعلي ځدران ۶۱، صدیق‌الله اتل ۳۶ او رحمن‌الله ګربز بی ۲۱ منډې جوړې کړې.
د کابل بازانو دوه لوبغاړي عبدالله مزاري، خو ابراهیم او شاپور بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې غوره لوبغاړی د کابل بازانو لوبډلې څخه نورعلي ځدران وټاکل شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۶۱ منډې وکړې.
په شپږیزه کرکټ لیګ کې دا د دواړو لوبډلو دویمه ـ دویمه لوبه وه، چې په لومړۍ لوبه کې میس عینک بندامیر ته ماتې ورکړه او کابل بازانو بیا په خپله لومړۍ لوبه کې پرون د بُست لوبډلې څخه ماته منلې وه.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.