شکیب د لومړي درجه الروانډر په توګه نړیوال جام ته لاړ

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: عبدالله عادل
د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو د کرکټ نړیوال جام پیل ته یوازي ۸ ورځي پاته دي او له هغه وړاندي نن بنګلدېشی مخکښ لوبغاړی شکیب الحسن د کرکټ نړیوالي شورا لخوا د یو ورځنیو لوبو د الروانډرانو په نوې اعلان سوې درجه بندۍ کښي لومړۍ مقام خپل کړ.
۳۲ کلن شکیب الحسن له نړیوال جام مخکي په ایرلینډ کښي د درې اړخیزه سریز پر مهال ښې لوبې وکړې چي په مرسته سره یې بنګلدېش د لومړي ځل لپاره د درې اړخیزو سېالیو اتلولي خپله کړه.

شکیب د ایرلینډ او ویسټ انډیز خلاف په درې اړخیزه سریز کښي ټولټال ۱۴۰ منډي جوړي کړې چي په دوو لوبو کښي د نیمه سلیزو تر څنګ ناسوځېدلی پاته سو.
د توپ اچووني په برخه کښي یې ۲ ویکیټي هم ترلاسه کړې.
شکیب همدا پرون د ۳۵۹ نمرو په درلودلو سره له افغان مخکښ لوبغاړي راشد خان څخه لومړی ځای خپل کړ.
د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په یاده اعلان سوې درجه بندۍ کښي له شکیب وروسته راشد خان دوهم او محمدنبي بیا دریم مقام خپل کړی.
دا چي نړیوال جام ته د ګوتو په شمار ورځي پاته دي دا به د شکیب او بنګلدېش لپاره مورال لوړونکی خبر و اوسي ځکه انګلنډ کښي په ترسره کېدونکي نړیوال جام کښي الراونډران اغېزمن رول لوبولی سي.

له افغانستانه تر انګلنډه او له هنده تر ویسټ انډیز پوري هر هیواد په خپلو مخکښو الراونډرانو نازیږي او ورڅخه د ښو لوبو توقع لري.
یو ورځنیو لوبو کښي لس غوره الراونډران
۱: شکیب الحسن
۲: راشد خان
۳: محمدنبي
۴: عماد وسیم
۵: میچل سنټنر
۶: کریس وکس
۷: محمد حفیظ
۸: جېسن هولډر
۹: سکندر رضا
۱۰ : انجلا متیوز