لیکنه: عبدالله عادل
سمیع الله شینواری چي په مسټرناټ اوټ هم پېژندل کیږي د افغانستان په لوبډله کښي الراونډر لوبغاړی دی ، چي په ښی لاسه توپ وهنه او همدارنګه په ښی لاس لیګ بریک توپ اچوونه کوي ، ددې سره نوموړی ښه ډګرساتونکی او د ویکیټو تر منځ چټک منډه جوړونکی دی.
شینواری د ۱۹۸۷ کال د ډسمبر میاشتي پر ۳۱ مه نېټه د افغانستان په ننګرهار ولایت کښي زېږېدلی دی.
سمیع الله شینواری په پیل کښي د افغانستان لپاره په کرکټ نړیوال لیګ پنځم ، څلورم او دریم ډیوېژن سیالیو کښي ولوبېد چیري افغانستان د یاد لیګ اتلولي خپله کړه ، او د ۲۰۰۹ کال نړیوال کپ د غوراوي سېالیو وروسته افغانستان د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو حق تر لاسه کړ.
سمیع الله شینواري د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۹ کال د اپرېل پر ۱۹ مه نېټه د سکاټلنډ خلاف او خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه یې د ۲۰۱۰ کال د فبروري پر ۱ نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړې.
د شینواري د ښو لوبو څخه د یادوني وړ لوبه په ۲۰۱۴ کال اسیا جام سیالیو کښي د بنګلدېش خلاف لوبه ده چیري چي نوموړي له اصغرافغان سره پر شپږمه ویکیټ د ۱۶۴ منډو ملګرتیا ترسره کړه چي د یادو ۱۶۴ منډو ملګرتیا د افغانستان لپاره پر شپږمه ویکیټ تر ټولو اوږده ملګرتیا وه.
له هغه څخه مخکي د افغانستان لپاره پر شپږمه ویکیټ اوږده ملګرتیا د ۸۶ منډو ملګرتیا وه چي ریس احمدزي له سمیع الله شینواري سره په ۲۰۰۹ کال کښي د سکاټلنډ خلاف ترسره کړې وه.
د سمیع الله شینواري د یو ورځنیو لوبو کارکردګي:
توپ وهنه
شینواري په ۸۱ یو ورځنیو لوبو کښي د ۱۱ نیمه سلیزو په مټ ۱۷۳۷ منډي جوړي کړي ، یو لوبه کښي یې تر ټولو زیاتي منډي ۹۶ دي چي په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کښي یې د سکاټلنډ هیواد خلاف ترسره کړي.
یو ورځنیو لوبو کښي ۱۰ ځلي ناسوځېدلی پاته سوی ، ایورېج یې ۲۸ او سټرایک رېټ یې څه کم ۶۵ دی .
توپ اچوونه
شینواري په ۸۱ یو ورځنیو لوبو کښي ۴۵ ویکیټي ترلاسه کړي او په یوه لوبه کي یې تر ټولو ښه توپ اچوونه د ۳۱ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي .
د سمیع الله شینواري د شل اوریزه لوبو کارکردګي:
توپ وهنه
شینواري په ۶۲ شل اوریزو لوبو کښي د ۲ نیمه سلیزو په مټ ۹۸۵ منډي ترسره کړي ، چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو زیاتي منډي ۶۱ دي.
توپ اچوونه
شینواري د افغانستان لپاره په ۶۲ شل اوریزو لوبو کښي ۲۸ ویکیټي ترلاسه کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو ښه توپ اچوونه د ۱۳ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو سوځول دي.
سمیع الله شینواری یوازي څو کاله وړاندي تقریباً د مکمل توپ اچوونکی په توګه لوبېده او په لوبډله کښي به تر ډیره د توپ اچووني لپاره غوره کېده خو له کله چي مجیب او راشد خان له لوبډلي سره یو ځای سوه د سمیع الله لپاره ځای جوړېده سخت سوه چي دا مهال به شینواری اړ و اوسي چي د توپ اچووني تر څنګ ښه توپ وهنه هم ترسره کړي او تر ډیره تمرکز به یې پر توپ وهنه وي او د اړتیا پر مهال به د هغه محدود اورونه ترسره کیږي ځکه افغانستان لا له وړاندي ۳ الروانډران محمدنبي راشد او کفتان نایب له ځان سره لري پر دې بنسټ شینواری به په نړیوال جام کښي د ۱۱ کسیزي لوبډلي ته د غوره کېدو لپاره سخت کار ته اړ و اوسي.
ویل کیږي ستر لوبغاړي په ستر سېالیو کښي ښه لوبیږي ، نو باور دادی چي که نړیوال جام کښي شینواري ته په لوبېدونکي لوبډله کښي موقع رسیږي هغه به پوره هڅه کوي چي خپله تجربه او وړتیا څرګنده کړي.