د یورو سلم په نامه شل اوریزې سوداګریزې لوبې د اروپا په درې هېوادونو ایرلېنډ، نېدرلېنډ او سکاټلېنډ کې د اګسټ په ۳۰ مه نېټه پېلېږي او د سپټمبر په ۲۲ مه نېټه پای ته رسېږي.
خو ایرلېنډ مخکې ویلي وو، چې ۲۰۱۹ کال کې دا سیالۍ په اپریل میاشت کې پېلېږي؛ خو اوس اعلان شوی، چې د راروانې میاشت په ۳۰ مه نېټه به پیل شي.
د یورو سلم په نامه وېب پاڼې لیکلي، په دې لیګ کې ټولې ۳۳ لوبې کېږي.
د لوبډلو د جوړولو اصول داسې دي، چې هره لوبډله کولای شي، ۹ داخلي لوبغاړي او ۶ بهرني لوبغاړي واخلي او وې یې لوبوي.
د یورو سلم لیګ لوبډلې
رودتر دام راینوز لوبډله؛ دې لوبډله کې افغان راشدخان ایکن پلیئر یا قیمتي لوبغاړی دی، شاهین افریدي، اورعلي، باس ډي لیډز، سکاټ ایډوارډز، وي ویان کېنګما، فریډ کلاسېن، سټیفن مایبورګ، ماکس اوډوډ، سامِت پټېل، لوک رنکي، پېټر سیلار، شېن سنټر، پېټر ټریګو، هارډوس ویلجوین، فخرزمان او ثاقب ذولفقار.
امېسټردام یونایټېډ لوبډله
شېن واټسن، حسن علي، ویسلي حارثي، ساد بن ظفر، فېلېپ بویسیویان، وارون چوپړ، بېن کوپر، بېن کټېنګ، برېنډن ګلو ور، الزاري جوسېف، سکندر رضا، احمد شهزاد، ټوني سټال، عمران طاهر، رویلوف ونډر مروی، ټوبیاس ویسي، سکندر ذولفقار او پال وان میکیران.
ایدن بورګ راکس لوبډله
مارټېن ګوپټېل، کوري انډرسن، ډایلان بج، کایل کوېټزر، انټن ډیوسېچ، اولیور هېئرس، ماټ هېنري، مېچل لیسک، افغان لوبغاړی وقار سلام خېل، کرېس لیین، کالم مکلیوډ، ګاوېن مېن، ټایمل مېلز، اډریئن نیئل، تبریز شمسي، کرېګ ولاس او مارک واټ.
ګلاسګو جاینټس لوبډله
برېنډن مکالم، قېس احمد، ریچي بېرېنګټن، ریوي بوپارا، سکاټ کېمرن، متیو کراس، الاسډېر ایوانس، موایسس هېنرېکېز، مېچل حونز، هېنرېچ کلاسېن، جورج مونسي، صفیان شریق، عثمان شینواري، جی جی سموټس، ټام سول، ډېل سټين او حمزه طاهر.
بېلفاسټ ټېټانز لوبډله
شاهد افریدي، مارک اډېر، جی پي ډومني، شېن ګېټ کېټ، کولېن اېنګرام، محمد الیاس، انډریو مک براین، مېچل مېک کلېنېګن، محمد نواز، بوایډ رېنکېن، پال سټېرلېنګ، ارون سمرز، ګرېک ټامپسن، سټورټ تامپسن، ګېري وېلسن، لوک رایټ او کرېګ یانګ.
په دې سیالیو کې راشدخان له رودتر راینوز لوبډله کې اخېستل شوی، وقار سلام خېل له ایدن بورګ راکس لوبډلې سره لوبېږي او ګلاسګو جاینټس لوبډلې سره بیا قېس احمد لوبېږي.