ننګرهار: د ولایتي کرکټ لوبډلې جوړولو په موخه ازموینه واخېستل شوه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د جلال اباد ښار بهسودو پول ته څېرمه په ملي یا نېشنل کرکټ اکاډومۍ کې د اکاډومیو له کابو دوه سوه لوبغاړو څخه ولایتي لوبډلې ته د نوو لوبغاړو د جذب په موخه ازموینه یا ټرېل واخېستل شو.
له دغو ۲۰۰ لوبغاړو د دوو روزونکو یا کوچ له خوا ازموینه اخېستل د سهار په شا او خوا ۹ بجو پیل شوه او د ماسپښین تر دوه بجو یې دوام وکړ.
د سپین غر زون کرکټ بورډ د مطبوعاتو برخې مسئول فضل رحیم رحیمي، یاران ته وویل:

«دغه ټرایل  د سپین غر زون اړوند نیشنل کرکټ اکاډُمۍ کې شاوخوا له دوه سوه لوبغاړو واخېستل شو، د اموینې پر مهال د زون مشر میوند مجاهد، د زون تخنیکي مرستیال محمد قسیم کریمي، اداري مدیر ولی الله زهیر او د ننګرهار ولایت د کرکټ مسوول محمد طیب اخندزاده شتون درلود.»

د ازموینې پیل له یوُ، یوُ تمریناتو وشو، یوُ، یوُ هغه تمرینات دي، چې د لوبغاړو فېټنېس یا فزیکي روغتیا او انرژي پکې معلومېږي.
د یوُ، یوُ تمرین لپاره شل متره واټن وي او د دغه واټن ترمنځ دوی په پرله پسې ډول منډه وهي، کومو لوبغاړو چې دغه تمرین تر نورو ښه بشپړ کړ، هغوی بریالي حساب شول.
د یوُ، یوُ له تمریناتو وروسته بریالي لوبغاړي د توپ اچونې، وېکټ ساتنې او توپ وهنې برخې ازموینې ته ورداخل شول.
کابو ۳۲ لوبغاړو د تمریناتو یا کېمپ لپاره ځانونه مستحق ثابت کړل.
دا ۳۲ لوبغاړي به د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې تمریناتي کېمپ بشپړوي؛ کومو لوبغاړو چې په کېمپ کې ښه کارکرده ګي وکړه او فېټنېس یې ښه وي، بیا به ترې اتلس کسیزه لوبډله جوړېږي.
په دې کې فسټ یا چټک توپ اچوونکي، څوکه یا کرار توپ اچوونکي، وېکټ ساتونکي توپ وهونکي، اوپنر توپ وهونکي او منځني توپ وهونکي شامل وو.
د ننګرهار د کرکټ مسئول طیب اخندزاده یاران وېب پاڼې ته وویل:

«له دې لوبغاړو څخه به ۱۸ لوبغاړي انتخابېږي، چې ۱۵ لوبغاړي به لوبډله کې شامل وي او درې نور به ریزرف یا چمتو لوبغاړو کې وي.»

د اخندزاده په وېنا په ننګرهار کې اوس شپږ کرکټ اکاډومیانې شته، په سلګونه لوبغاړي پکې په مسلکي کرکټ زده کولو بوخت دي، د هغه په وېنا د داسې اکاډومیانو جوړېدل د داخلي کرکټ د پیاوړتیا په معنا دي او کله چې داخلي کرکټ پیاوړی وي، بیا نو نړۍ کې هم لوبغاړي ښه ځلېږي.
ازموینه د کرکټ بورډ د دوو رسمي روزونکو ضیاء الحق اوریاخېل او مُحِب الله خېرخواه له خوا واخېستل شوه.
د ازموینې د توپ وهنې برخې امتحان اخېستونکی د کرکټ ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپ وهونکی نجیب ترکی و.
نوموړی وایي په دقت سره د لوبغاړو انتخاب ډېر مهم دی؛ د ترکي په وېنا که لوبغاړي د وړتیا او ټایلېنټ پر بنسټ لوبډلو ته غوره شي؛ نو پایله یې هم تر ډېره مثبته راووځي.
د ننګرهار ولایتي لوبډلې، ګرېډ ون یا لومړۍ درجه لوبډلې داسې مهال ټرېل یا ازموینه اخېستل کېږي، چې ننګرهار د کرکټ کور یادېږي؛ خو په دې وروستیو کې یې ډېری لوبغاړي له ملي لوبډلې څنګ ته کړل شوي، شبیر نوري، نجیب ترکی، عثمان غني، شهزاد محمدي او افتاب هغه لوبغاړي دي، چې د کرکټ ملي لوبډله کې پرې حساب کېږي؛ خو دوی اوس تر ډېره له کرکټ څخه په یو ډول نه یو ډول لرې پاتې کړل شوي او د ختیځ زون ونډه یې په ملي لوبډله کې ننګولې ده.