د افغان کرکټ ملي لوبډلې چټک اوپنر توپ وهونکی نجیب الله ترکی، چې د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له پامه غورځېدلی دی، یاران وېب پاڼې سره یې مرکه کې وویل، چې ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې د افغانستان لپاره د اوپنر په توګه لوبېدل ارمان و؛ خو د غوراوي کمېټې ورته نه دی پام شوی.
نوموړی وایي که نړیوال جام کې یې د اوپنر په توګه اخېستی وای؛ نو د افغان لوبډلې د توپ وهنې ستونزه یې حل کولای شوه.
هغه یاران ته وویل:
«د انګلستان ویشتن ځایونه (پیچونه) زما لپاره مساعد وو، هلته شارټ پیچ توپونه تېز راځي او تېز لوبغاړی ورته پکار وي؛ نو زه کولای شم چې په چټکو ویشتن ځایونو لوبه وکړم.»
ترکي د دې سربېره د راشدخان د کرکټ اکاډومۍ د پرانېستې په اړه او د داخلي کرکټ په تړاو هم خپل نظر څرګند کړ.
د هغه په وېنا په معیاري ډول د کرکټ اکاډومیانو جوړول د داخلي او مسلکي کرکټ د پیاوړتیا په معنا دي او کله چې داخلي یا کورنی کرکټ پیاوړی وي، بیا نو نړیوال کرکټ کې ځلېدل حتمي دي.
د نجیب ترکي په خبره دا چې راشدخان د افغان لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی پر ځای پرېکړه ده، راشدخان داسې یو لوبغاړی دی، چې ټول لوبغاړي ورسره په خوښه او مینه لوبه کوي؛ نو د لوبډلمشر په توګه یې ټاکل مثبته پرېکړه ده.
د افغانستان دغه لوبغاړی زیاتوي تر ملي لوبډلې پورې راتګ ډېر زیار او کوښښ ته اړتیا لري له مختلفو پړاوونو تېرېدل غواړي او بیا په لوبډله کې له ورداخلېدو وروسته ښې کارکرده ګۍ ته اړتیا ده، کله چې فېټنېس ښه وي، کله چې د ټایلینټ او وړتیا پر بنسټ لوبغاړي غوره شي؛ بیا نو د هېواد بېرغ په نړۍ رپېدای شي.
نجیب ترکی له کرکټ بورډ څخه هیله لري، چې د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ سربېره یې په راروان اسیا شل اوریز جام او د ۲۰۲۰ م کال په شل اوریز جام کې واخېستل شي.
هغه وایي که ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزجام کې واخېستل شي له حضرت الله ځاځي سره به بریالی اوپننګ وکړي.
ده وویل مخکې د فېټنېس ستونزه وه او اوس چمتو دی، چې سل په سلو کې مثبته لوبه وکړي.
۲۰۲۰ کال اسیا جام سیالۍ د سپټمبر په میاشت کې ترسره کېږي، د دې لوبو کوربه پاکستان دی، هغه وخت بیا د اسیا کرکټ شورا پرېکړه کوي، چې پاکستان یې کوربتوب په پاکستان کې وکړي او که دوبۍ کې.
دا اسیا جام به شل اوریز وي او نړیوال شل اوریزجام به په اسټرالیا کې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه پیل شي او د نومبر تر ۱۵ مې نېټې پورې به دوام وکړي.
له اسیایي لوبډلو څخه افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا په نړیوال جام کې شاملې دي؛ یوه بله یعنې شپږمه لوبډله به کوالیفای کوي، ښایي د کوالیفای یا غوراوي جام سیالۍ په مالیزیا کې ترسره شي.
نجیب ترکی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې نړیوال جام کې د شهزاد محمدي په رارخصتولو سره لوبډله د اوپننګ له اړه له ستونزې سره مخ شوه او لوبډلې ۹ لوبې په پرله پسې ډول وبایللې.
بیا هم ګورو چې راروانو دوو سیریزونو، بنګله دېش او ویسټ انډیز پر وړاندې نجیب ترکی غوره کېږي او کنه او نړیوال جام ته به هم په تمه پاتې شو.