لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ویلې، خوښ یم چې له ډېرې مودې وروسته یو ځلې بیا د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره یوځای شوم.
سنرایزر حیدراباد لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل ویډیو خپره کړې، پکې نبي خوښي څرګنده کړې، چې متحده عربي اماراتو ته یې سفر وکړ، تر څو په سږني کال آی پي ایل سیالیو کې ولوبیږي.
په یاده ویډيو کې محمدنبي زیاته کړه:
“زه واقعیا ډیر خوښ یم چې بیرته د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره یوځای شوم. له ډیرې مودې وروسته بیرته راستنیدل ډیر خوشحاله کړم. هیله لرم چې ډیر ژر په ټیم کې له هرچا سره ووینو .”
افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د بل افغان لوبغاړي راشدخان ارمان سره یوځای تر شپږ ورځني قرنطین وروسته د روانې اونۍ په پای کې یوځای شي.
نبي عیسی خېل د خپلو راتلونکو سیالیو په اړه وویل:
“تاسو پوهیږئ چې موږ د CPL څخه راغلي یو. دا یو سخت ټورنمنټ و. موږ ښې لوبې درلودې. اوس به موږ د دریو ورځو لپاره خوب وکړو او وروسته به موږ یو څه روزنه پیل کړو. زه به خپل ځان په پوره توګه آی پي ایل ته چمتو کړم.”
His quarantine plans and playing in empty stadiums – The President speaks after his arrival at the camp today!@MohammadNabi007 | #ReturnOfTheRiser #OrangeArmy #KeepRising pic.twitter.com/h5jZhClbEf
— SunRisers Hyderabad (@SunRisers) September 13, 2020
محمدنبي او راشدخان سږ کال هم د هند آی پي ایل سیالیو کې د حیدرآباد لوبډلې سره لوبیږي.
دو تازه د یادې لوبډلې سره یوځای شوي.
د هند آی پي ایل سیالۍ سږ کال د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پيلیږي.
راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل د څلورو نورو افغان لوبغاړو مجیب ځدران، نوینالحق، نجیب ځدران او ظاهرخان سره د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې ولوبېدل.
محمدنبي د ویسټ انډیز په کاربین لیګ کې ۱۲ لوبې ترسره کړې، چې په یادو لوبو کې یې ۱۲ ویکټې واخیستلې.
د دې ترڅنګ راشدخان ارمان بیا ۱۰ لوبو کې ۱۱ ویکټې واخیستلې.
د راپورونو له مخې مجیب ځدران هم متحده عربي اماراتو ته د سفر په حال کی دئ، چې ډېر ژره به هغه هم متحده عربي اماراتو ته ورسیږي او له خپلې لوبډلې کینګز الیون پنجاب سره یوځای شي.
مجیب ځدران بیا د ویسټ انډیز هیواد په کارابین لیګ کې ۱۶ ویکټې واخیستلې او د ډېرو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په جدول کې دویم ځای یې خپل کړ.