محمدنبي عیسی خېل چې افغان غوره الراونډر دی د نړیوالو لپاره له ارزښت ډک لوبغاړی بلل کېږي، د انګلستان په بلاسټ سوداګریزو سیالیو کې د کېنټ لوبډلې په ګټه لوبېږي، هغه د جنوبي ګروپ په لوبډلو کې خورا خطرناک لوبغاړی ثابت شوی دی.
د سه شنبې په ورځ د جولای په ۳۰ مه نېټه محمدنبي د سُري لوبډلې پر وړاندې خپله بهترینه الرونډري ښکاره کړ.
لوبه د باران له امله ۷ اورونوته راښکته شوه، سُري لوبډلې په ۷ اورونوکې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۴ منډې وکړې، محمدنبي عیسې خېل د یوې وېکټې په اخېستلو سره یوه اوورکې ۱۲ منډې ورکړې.
عیسی خېل د خپلې لوبډلې لپاره په دې مهمه لوبه کې ون ډوان یا په دوهمه وېکټ پیچ ته راغی، پیل یې په څلوریزه وکړ، د ټام کورن توپ یې ټاپ اېج ترډ مېن پولې ته ولوباوه او د وېکټ ساتونکي څنګ ته بال څلوریزې ته ولاړ.
ورپسې اوورکې یې ریکي کلارک په نامه انګلستانی بالر په ۲۱ منډو کې پارچه کړ، درې شپږیزې یې پرې ووهلې.
ورپسې اوورته بیا عمران طاهر راغی پر عمران طاهر یې دوه شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله او لوبه افغان ستوري په شپږیزه وګټله.
افغان غوره الراونډر په ۱۲ توپونو ۴۳ منډې وکړې، چې ۷ بونډریانې یې ولوبولې، دوه څلوریزې او ۵ شپږیزې پکې شاملې وې.
عیسی خېل ۳۵۸ اعشاریه ۳۳ سټرایک رېټ یا ګوزار کچ ولوباوه.
اوس د نړۍ زیاتره رسنۍ د محمدنبي د توپ وهنې صفتونه کوي او هغه یې د سرټکی دی.
د کېنټ لوبډله د جنوبي ګروپ په سرکې قرار لري، دا لوبډله ۸ نومرې لري، ورپسې لوبډله د مجیب الرحمن دې ده، د هغوی لوبډله ۶ نومرې لري او دریم مقام کې د راشدخان دې لوبډله ده.
محمدنبي دې په ۴ لوبو کې څلور واړه ګټلي دي.
د محمدنبي د شپږیزو ویډیويي لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=csnqzGs6OGA