د محمدنبي دې لوبډلې د بلاسټ سیالیو د جنوبي ګروپ لومړی مقام واخېست

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د بلاسټ سیالیو په دوام د جولای په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ په جنوبي ګروپ کې کېنټ لوبډله چې محمدنبي عیسی خېل هم ورسره لوبېږي، د همپشایر لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووته.
همپشایر لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشر جېمز وېنس د پنځوسیزې په مرسته ۱۴۵ منډې وکړې.
جېمز وېنس د محمدنبي په توپ خپله محمدنبي کېچ کړ.
عیسی خېل په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
کېنټ لوبډلې دا هدف د شلم اوور په پنځم توپ د ۸ وېکټو په لوېدو سره پوره کړ او همپشایر لوبډلې ته یې په ۲ وېکټو ماته ورکړه.
محمدنبي په دې لوبه کې څلور منډې وکړې، خو الېکس بلېک بیا لوبډله په ناسوځېدلو ۵۷ منډو بریا ته ورسوله.
د لوبې غوره لوبغاړی الېکس بلېک وپېژندل شو؛ هغه په ۳۸ توپونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په ملتیا ۵۷ ناټ اوټ منډې وکړې.
په بلاسټ سیالیو کې ټولې اتلس لوبډلې په دوو شمالي او جنوبي ګروپونو کې لوبېږي، چې د محمدنبي دې لوبډله په جنوبي ګروپ کې قرار لري، دې لوبډلې په دوه لوبو کې دواړه ګټلي او د څلورو نومرو په لرلوسره یې لومړی مقام خپل کړ.

د راشدخان دې لوبډله سسېکس او د مجیب الرحمن دې لوبډله مېډل سېکس هم په جنوبي ګروپ کې شتون لري، د مجیب دې لوبډله د یوې لوبې په ګټلو سره په دوهم مقام کې ده او د راشدخان دې یوه لوبه ترسره کېده؛ خو باران لغوه کړه او کومه نومره هم نه لري، د راشدخان دې لوبډله د نومرو په جدول کې پنځم ځای کې ده.
د دوشنبې په ورځ د جولای په ۲۲مه نېټه لوبې نشته؛ خو د جولای په ۲۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ درې لوبې کېږي، چې د مجیب دې لوبډله مېډل سېکس د سُري لوبډلې پر وړاندې په کېنېنګټن اوول لوبغالي کې مخ کېږي.
دا لوبه ښایي د افغانستان پر وخت د شپې په ۹ نیمو بجو پیل شي.