مجیب ځدران: کارابین لیګ کې مې ډېره تجربه لاسته راوړه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حميدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی مجیب‌ ځدران وايي، چې د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې یې ډېره تجربه لاسته راوړه.
مجیب ځدران پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې لیکلې، چې په کارابین لیګ کې له ډېرو خاطرو سره مخ شو او د دې لیګ له هرې لوبې څخه یې ډېر څه زده‌کړل.

کارابین لیګ کې د مجیب ځلېدل

افغان لوبغاړي مجیب ځدران په کارابین لیګ کې خورا ښه توپ‌اچونه وکړه، چې په ۱۱ لوبو کې یې ۱۶ ویکټې واخیستلې.
هغه د ډېرو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په جدول کې دویم ځای خپل کړ.

مجیب او لوبډله یې

مجیب ځدران د کارابین لیګ سږني پړاو کې د جمیکا تلاواس لوبډلې سره ولوبېد.
جمیکا د ویسټ انډیز کورنیو تجارتي سیالیو کې نیمه پایلوبې ته لاره پيداکړه، خو په نیمه پایلوبه کې یې د ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلې څخه ماته وخوړه.

کارابین لیګ او افغان لوبغاړي

سږ کال په سي پي ایل سیالیو کې ۶ افغان لوبغاړي مجیب ځدران، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، نجیب‌الله ځدران، نوین الحق او ظاهرخان په بیلابیلو لوبډلو کې ولوبېدل.
په دې لیګ کې د مجیب ترڅنګ محمدنبي ۱۱، نوین‌الحق ۱۱ او راشدخان بیا ۱۰ ویکټې واخیستلې.
د ویسټ انډیز کورنۍ تجارتي سیالۍ د اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيل شوي وې، چې د تېرې پنجشنبې په ماخستن د ټرېنباګو نایټ رایډرز لوبډلې به اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.