لیکنه: محمدصابر حمیدي
د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۳مه لوبه د شنبې په ورځ ماپښین د میسعینک او امونهنګانو کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې میسعینک لوبډلې د ۱۳۱ منډو په توپير امونهنګانو ته سخته ماتې ورکړه.
په یاده لوبه کې د میسعینک لوبډلې سکواډ
شاپورځدران لوبډلمشر، شهزاد محمدي، نورحمد لکڼوال، عبدالرحمن، بهار علي شینواری، صدیقالله پاچا، دولت ځدران، غمی ځدران، شاهدالله کمال، هشمتالله شهیدي او عبدالله عادل.
د امونهنګانو لوبډلې سکواډ
لوبډلمشر دروېش رسولي، جمعه ګل، قسیم اوریاخېل، جنت ګل، امانالله رفیقي، افتاب عالم، یوسف ځاځی، شېر شیرزی، ویس نوري او یحی خان.
د یادي لوبې حال
د امونهنګانو لوبډلې لوبډلمشر دروېش رسولي د میسعینک د لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران څخه د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
میسعینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکی.
د میسعینک لپاره حشمتالله شهیدي ۸۲ ناسوځېدلې او بهار علي شینواري ۵۷ منډې جوړې کړې.
د امونهنګانو لوبډلې لپاره بیا فریداحمد دوې، یوسف ځاځي، جمعه ګل او عبدالوسع بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
کله چې امونهنګانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د میسعینک له لوري ورکړل شوی هدف یې نه کړ پوره؛ بلکې امو لوبډله ټوله د لوبې په ۱۲ اورونو کې یوازې د ۶۲ منډو په کولو سره وسوځېده او په ستر توپير یې ماتې وخوړه.
د میسعینک لپاره دولت ځدران پنځه، نورحمدحمد لکڼوال دوې، شاهدالله کمال، عبدالرحمن او عبدالباقي بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
په یاده لوبه کې جایزه ګټونکي لوبغاړي
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هشمت الله شهیدي ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۸۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه بهار علي شینواري ته ورکړل شوه.
او د لوبې د سټایلش لوبغاړي جایزه بیا دولت ځدران خپله کړه.
د میسعینک او امو لوبډلو لوبو ته کتنه
په شپږیزه کرکټ لیګ کې دا د میسعینک شپږمه لوبه وه، چې له ډلې یې درې ګټلې، خو دوې یې بیا بایللې دي.
میسعینک اوس ۶ نمرې لري.
د امونهنګان لوبډلې بیا دا څلورمه لوبه وه، چې تر اوسه یې د یادو لوبو له ډلې یوه هم نه ده ګټلې او تر ټولو لوبډلو وروسته د جدول په وروستي ځای کې شتون لري.
د یکشنبې د ورځې لوبې
د یکشنبې په ورځ سهار ۹ بجې د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۴مه لوبه د کابل بازانو او سپین غر لوبډلو ترمنځ او ماپښين ۱:۳۰ بجه بیا د امونهنګانو او بُست لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.