ښایست؛ له سینګار پرته د ښکلا لارې چارې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عایشه حیدري
د نړۍ هر وګړی دا هیله لري چې ښکلي و اوسي، ښکلا خوښول د انسانانو طبیعي غوښتنه ده، ډېری خلک د ښایست تر لاسه کولو لپاره د سینګار توکو څخه ګټه اخلي، خو بلخوا ډېری خلک له سینګار توکو څخه شکایت لري او له کاروولو یې ستړي شوي دي.
که تاسو هم له هغې ډلې وګړو څخه یاست چې غواړئ ښایسته و اوسئ او تاسو ته د ښایست د ترلاسه کولو لپاره یوازینۍ لاره د سینګار کارول وي، او د سینګار توکو له کارولو ستړي شوي یاست د نننۍ لیکنې تر پایه زموږ ملتیا وکړئ! موږ به په دې لیکنه کې د طبیعي ښکلا ځينې لارې چارې در وښیو.
۱ – خپلې وروځې ښکلې کړئ
ستاسو وروځې هغه وخت چې سینګار مو نه وي کړی، تر هر څه زیات د پام وړ ګرځي نو باید وروځې مو په سم حالت کې وي او وروځې ښکلې او برابرې کړئ.
که اړتیا وي د خپلې وروځې په نیکروزو یا د وروځو په یوه مناسب رنګ روښانه کړئ، خو یاد مو وي چې د خپلو وروځو لپاره د رنګ ټاکنې پر مهال د خپل پوستکي رنګ به پام کې و لرئ او که وروځې مو نرۍ وي، نو هڅه وکړئ هره ورځ له کاسټر غوړیو یا ویټامین اې A څخه په ګټې اخیستنې پیاوړې او ګڼې کړئ. څو اونۍ وروسته به په خپلو وروځو کې پام وړ بدلون ووینئ.
۲ – سترګو ته مو پاملرنه وکړئ
د سترګو د ښکلا یوه نښه، برندې سترګې لرل دي، که غواړئ ښکلې ښکاره شئ، نو هڅه وکړئ خپلې سترګې برندې وښیئ.
باید هره ورځ د خپلو بڼو او سترګو شاوخوا برخې باندې مخصوص کریم او ژېل ووهئ، چې باڼه مو اوږده شي. که سترګې مو شاواخوا تورې حلقې لري، د خوړو رژیم مو سم کړئ، په بدن کې د اوسپنې او ویټامینB کمښت د دې لامل کېږي چې د سترګو شاواخوا تورې حلقې پیدا شي، نو هڅه وکړئ په خپلو خوړو کې هغه خواړه ور زیات کړئ چې اوسپنه او ویټامینB لري. لړمون او سره غوښه د اوسپنې او ویټامینB غوره سرچینه ده.
که غواړئ د سترګو د شاوخوا لکې او حلقې له منځه یوسئ، په يوه لامده ټوکر د نعنا څو پاڼې کېږدئ او په خپلو سترګو یې وموښئ او یا یې همداسې پرېږدئ، له نعنا پرته د شین چای بوټي څخه هم ګټه اخیستلای شئ.
د شین چای او نعنا بوټي به مو سترګو ته ارامتیا ورکړي او د سترګو شاوخوا لکې او تورې حلقې به لمنځه یوسي.
۳ – خپل غاښونه سپین کړئ
خندا د ښایست غټه نښه ده، خندا کولای شي ستاسو ښایست څو برابر زیات کړي، نو که غواړئ وخاندئ او ښکلي ښکاره شئ، خپلو غاښونو ته ډېره پاملرنه وکړئ او تل یې سپین وساتئ، ځکه د خندا پر مهال ستاسو غاښونه ښکاري او که ښکلي، سپین او پاک غاښونه ونه لرئ، نو ښکلا زیانمنېږي.
د غاښونو د سپین‌والي لپاره د غاښونو کریم او پوډرونو څخه ګټه واخلئ او د قهوې څښاک کم کړئ. هېر مو نه شي چې د غاښونو د کریم او پوډر زیاته کارونه هم ستاسو غاښونو ته زیان رسولای شي، نو هڅه وکړئ چې په ټاکلې کچه خپل غاښونه ومینځئ. که چېرې ستاسو غاښونه ډېر زېړ او یا هم تور رنګ لري، د ډاکټر په سلا مشوره او لارښوونه د غاښونو کریم وکاروئ.
۴ – خپلې شونډې مه هېروئ
لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه، خندا د ښایست اصلي نښه ده او موږ د شونډو په مرسته خاندو، او همدا خندا ده چې د ښایست لامل کېږي، د خندا تر څنګ د خبرو کولو پر مهال مقابل لوری زمونږ شونډو او خبرو ته پام کوي، نو اړینه ده چې ښایسته او زړه‌راښکونکې شونډې ولرو.
نو که غواړئ ښایسته شونډې ولرئ په اونۍ کې یو ځل د زیتون غوړي او یا هم نور طبیعي غوړي په خپلو شونډو وموښئ، د دې ترڅنګ کولای شئ په اونۍ کې یو ځل د غاښونو کریم په خپلو شونډو وموښئ، دغه کړنې به تاسو سره مرسته وکړي چې ښایسته، نرمې، او ځلا لرونکې شونډې و لرئ.
۵ – د وېښتانو ساتنه وکړئ
که وېښتان مو خراب رنګ ولري، ټوټې ټوټې وي، وچ وي، او تل تویېږي، نو دا نښې ستاسو ښایست او ښکلا زیانمنوي. د ټولو انسانو ښکلا په ځانګړي ډول د مېرمنو ښایست وېښتانو پورې تړلی دی.
هڅه وکړئ خپل وېښتان رنګ نه کړئ، ځکه د هر انسان طبیعي وېښتان د هغه پوستکي ته ورته وي، او د وېښتانو طبیعي رنګ تاسو ته ډېره ښکلا دربښلای شي، خو په دې شرط چې د خپلو وېښتانو سمه ساتنه وکړئ.
خپل وېښتان د خاورو، دوړو او د لمر وړانګو څخه وژغورئ. د وېښتانو د ښویېولو او قات کولو لپاره د ډېر ګرم او سور شوي اتو څخه ګټه مه اخلئ، او خپل وېښتان د شورې، وچوالي او ماتېدلو څخه وژغورئ. او د ښکلو، زړه‌راښکونکو او ځلېدونکو وېښتانو لرلو لپاره زیتون غوړي وکاروئ.
۶ – له مناسبو عطرو استفاده وکړئ
له ملایمو او خوږ بوی لرونکو عطرو څخه ګټه واخلئ، داسې عطر وکاروئ چې بوی یې ټوله ورځ ستاسو جامې له ځان سره ولري، دا به تاسو ته غوره احساس درکړي او له دنننه چې تاسو هر څومره ښکلی احساس ولرئ، نو ستاسو ظاهري څېره به هم داسې ښکلې وي.
۷ – لمر ضد کریمونه وکاروئ
د لمر وړانګې د مخ په پوستکي ناوړه اغېز کوي، او د مخ په پوستکي کې د ګونځو د را پیدا کېدو لامل کېږي، هڅه وکړئ هغه وخت چې د لمر وړانګو ته ګرځئ، لمر ضد کریمونه او مواد پر مخ و وهئ، دا به ستاسو د مخ له پوستکی له زیانمنېدلو وساتي.
۸ – د مخ پر پوستکي تمرکز ولرئ
تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د مخ له پوستکي سره سخت او له تاوتریخوالي ډک چلند مه کوئ! خپل مخ د ورځې څو ځلې په صابون مه وینځئ، د سینګار له ملایمو توکو استفاده وکړئ، او له ماسکونو په ځانګړي ډول د پوستکي له تقویتي ماسکونو په اونۍ کې یو ځل ګټه اخیستل هم ګټور تمامېږي.
۹ – لهBB کریم څخه استفاده وکړئ!
دغه کریم د لمر د وړانګو ضد کریم، د مرطوب کوونکي او نرموونکي کریمونو ترکیب دی، چې د مخ د پوستکی په ترمیم او د ښکلا په زیاتوالي کې ځانګړی رول لري، دا کریم د پوست د ساتنې تر څنګ ستاسو مخ پوستکی شفاف او روڼ ښيي چې سینګار ته یې اړتیا نه پاتې کېږي.
۱۰ – خوب وکړئ
د مخ د پوستکي په روغتیا او ښکلا کې اړتیا وړ خوب هم بې اغېزې نه دی، د پوستکي د ساتنې لپاره له ۷ تر ۹ ساعتونو خوب اړین دی. د شپې ۱۱بجې ارومرو د خوب تیاری ونیسئ، ځکه تر نیمې شپې وروسته ستاسو بدن د ښکلا د هورمونونو په تولید پیل کوي چې له هغې ډلې یو هم ملاټونین هورمون دی، په ملا ویده شئ (پړمخې مه ویده کېږئ) تر څو مو پرمخ ګونځې جوړې نه شي.
۱۱ – پر ځان باور ولرئ
له ځان سره مینه وکړئ، او د خپلې ښکلا ستاینه وکړئ! ځان به سینګار مه عادت کوئ، او ځان له سینګار پرته ښکلی وګڼئ او د طبیعي ښکلا د کشف لپاره هڅه وکړئ پر ځان باور مو پياوړی او لوړ کړئ.
۱۲ – خوړو ته مو پاملرنه وکړئ
څېړنو ښودلې چې ښکلا له خوړو سره نېغ په نېغه اړیکه لري، کبان، د سبو غوړي (نباتي غوړي) او طبیعي غلې دانې دپوست د ښکلا او روغتیا لپاره اړین توکي دي، ځکه د غوړو اسیدونو، ویټامینونو او کاروټين لرونکي دي چې ټول د پوستکي د ښکلا لامل کېږي.
۱۳ – له سکراب څخه استفاده وکړئ
د پوست د بې روحۍ او ستړیا د له منځه وړلو لپاره له طبیعي سکراب څخه ګټه واخلئ، مو د مخ مړه سلولونه او حجرې له منځه لاړې شي، او د پوست د تازه کېدو لامل شي. سکراب د مخ د ماسک یو ډول ګڼلی شو، سکراب داسې یوه چاره ده چې په لړ کې یې ستاسې د مخ پاکولو او د زوړ شوي پوړ له منځه وړلو لپاره طبیعي مواد کارول کېږي، او د مخ د شفاف کېدو لامل کېږي.
۱۴ – خپل رنګونه وټاکئ
ارومرو د ځان لپاره مناسب رنګونه و ټاکئ، ځکه ټول رنګونه ستاسو له څېرې سره نه جوړېږي، نو باید ځينې داسې رنګونه و ټاکئ چې ستاسو د ښکلا د زیاتوالي لامل شي، همدارنګه د مخ پوستکی له کریمونو او پوډرو پرته (الوتی) ښکاري، نو د دې لپاره باید هڅه و نه کړئ چې د جامو رنګ مو ډېر تیاره او تور و ټاکئ، ځکه دغه کار به ستاسو ښکلا زیانمنه کړي، همدارنګه د جامو لپاره سپین رنګ ټاکل هم مناسبه پرېکړه نه ده، تاسو کولای شئ اوبرنګه او پیکه رنګونه و ټاکئ، خو یاد لرئ چې د خپلو جامو لپاره باید داسې ځانګړي رنګونه و لرئ چې ستاسو له څېرې او د مخ د پوستکي له رنګ سره اړخ لګوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.