لیکنه: عبدالله عادل
د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي فکر کوي چي د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام به تر ټولو ننګوونکی اوسي.
په نړیوال جام کښي به لس هیوادونه د ۵۰ اوره جام ګټلو هڅه کوي پداسی حال کښي چي هر لوبډله به د برخه لرونکو ټولو لوبډلو پر وړاندي لوبي ترسره کړي دا په دې معنا چي په لومړي پړاو کښي هري لوبډلي ته ۹ لوبي ورکړل سوي.
ویرات کوهلي انګستان ته د لوبډلي تر تګ مخکي کنفرانس ته ویلي:
”دا په رښتیا هم تر ټولو ننګوونکی جام دی ، لوبېدونکي ټولي لوبډلي پیاوړي دي حتی که افغانستان ته هم وګورو له ۲۰۱۵ کال راهیسي یې ډیر پرمختګ کړئ او موږ باید خپله هره لوبه ډيره ښه وکړو. “
هند به په خپلو لومړیو څلورو لوبو کښي له جنوبي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلانډ او پاکستان سره ولوبیږي:
” ښه خبره داده چي د هري لوبي تر منځ مناسبه فاصله سته او لوبغاړي به د ستړیا احساس ونکړي ، موږ به همېشه وخت ولرو چي هر څه تنظیم کړو، موږ په پیل کښي څلور مهمي لوبي لرو کوم چي به زموږ لپاره اساسي و اوسي، موږ د شکایاتو لپاره ځای نلرو ځکه دا نړیوال جام دئ چیري چي ته باید د لوبي په ورځ لوبې ته اماده واوسي او همدا ننګوونه ده. “
دوه کاله مخکي هند په انګلینډ کښي د چمپینز ټراپي پایلوبه پاکستان ته وبایلل خو د کوهلي په وینا د دوی چمتوالی به د پاکستان لپاره هیڅ توپیر ونلري.
د یادونې وړ ده چی هند به په نړیوال جام کښي خپله لومړۍ لوبه جون پر پنځمه د جنوبي افریقا خلاف ترسره کړي.