لیکنه : عبدالله عادل
راشد خان نړیوال جام کي د افغان ملي لوبډلي کلیدي لوبغاړی دئ.
دلته یې وپېژنئ.
دا چي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام کښي برخه لري او دغه جام ته یې خپله ۱۵ کسیزه لوبډله انتخاب کړې ، غواړو چي ددې ډلي مخکښ لوبغاړی راشدخان در وپېژنو.
بشپړ نوم یې راشدخان ارمان دئ او دا مهال په راشدخان سره پېژندل کیږي ځیني خو ورته د زیاتې میني خان صاحب وايي.
نوموړی به په نړیوال جام کښي د افغان کرکټ ملي لوبډلي مرستیال لوبډلمشر و اوسي.
راشدخان د ۱۹۹۸ کال د سیپټمبر پر ۲۰مه نېټه د ننګرهار په ولایت کښي زېږېدلی دی چي دا مهال ۲۰ کالو او ۲۳۹ ورځي عمر لري.
خان د ملي لوبډلي مخکښ توپ اچووونکی دئ چي په ښي لاس لیګ بریک توپ اچوونه کوي .
نوموړی افغان ملي لوبډلي ته د توپ اچووونکي په صفت راغلی خو دا مهال د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کښي لومړی مقام لري .
هغه همدارنګه د یو ورځنیو لوبو د توپ اچووونکو تر منځ له بومرا او بولټ وروسته دریم خو د شل اوریزو لوبو په نړیواله درجه بندۍ کښي بیا لومړی مقام لري.
دا مخکښ لوبغاړي خپله لومړۍ نړیواله لوبه د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر پر ۱۸مه د زیمابوی خلاف ترسره کړه له هغه وروسته نوموړي په لږ وخت کي د ملي لوبډلي لپاره بهریني لوبي ترسره کړې چي په مټ یې افغان لوبډلي ډيری لوبي وګټلې.
ارمان په ۲۰۱۸ کال کښي نړیوال جام ته د لارموندني په لوبو کښي د ملي لوبډلي لوبډلمشري هم وکړه دا مهال نوموړی ۱۹ کلن وو چي په دې سره لومړی ځوان لوبغاړی سو چي په ۱۹ کلنۍ کښي د یوې نړیوالې لوبډلي لوبډلمشري کوي.
د همدغو سېالیو په پای کښي د ویسټ انډیز خلاف راشد خان تر ټولو کم عمره او چټګ لوبغاړی سو چي یو ورځنیو لوبو کښي ۱۰۰ ویکیټي ترلاسه کوي.
دا چي راشد د ملي لوبډلي تر څنګ په سترو نړیوالو لیګونو کښي لوبېدلئ او ښې لاسته راوړني لري لاملونه یې د هغه جادوګره توپ اچوونه ، زړوره ډګرساتنه او د اړتیا په صورت کښي مناسبه توپ وهنه ده مقصد دا چي راشد خان په دریو واړو برخو کي پېژندل سوې او ځلېدلې څېره ده .
(ODI)یو ورځنیو لوبو کښي د توپ اچووني لاسته راوړنې:
راشدخان تر دا مهاله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره د توپ اچووني برخه کي په ۵۷ لوبو کښي ۱۲۳ ویکیټي ترلاسه کړي ، د منډو ورکولو اوسط یې ۳.۹۰ او د یو ورځنیو لوبو تر ټولو بهترینه توپ اچوونه یې په ۲۰۱۷ کال کښي د ویسټ خلاف د ۱۸ منډو په ورکولو سره د ۷ لوبغاړو سوځول دي.
راشدخان توانېدلی چي په یو ورځنیو لوبو کښي ۴ ځلي ۵ او ۴ ځلي ۴ ویکیټي ترلاسه کړي.
(ODI) یو ورځنیو لوبو کښي د توپ وهني لاسته راوړنې:
تر ښې توپ اچووني تر څنګ راشد خان په یو ورځنیو لوبو کښي ښه توپ وهونکی هم دئ ، هغه د افغانستان لپاره په ۵۷ نړیوالو لوبو کي ۷۸۲ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي تر ټولو ډيري منډي ۶۰ ناسوځېدلي منډي دي.
په یو ورځنیو لوبو کښي ۴ نیمه سلیزي لري او تر دا مهاله یې کومه سلیزه نده ترسره کړې.
او د ډګرساتني په برخه کښي تر دا مهاله ۱۸ کیچونه نیولې دي.
دا چي راشد خان له نړیوالو لیګونو څخه ښه تجربه ترلاسه کړې ، خطرناکه توپ اچوونه کوي د اړتیا پرمهال ښه توپ وهوونکی ثابتیږي دا او نورو اړخونو ته په کتلو سره به په نړیوال جام کښي د افغانانو تقریباً تر ټولو ډیر امیدونه دده ښې کارکردګۍ ته و اوسي.