کورنیو ستونزو سره مبارزې جاني بېرسټو خورا زړور لوبغاړی کړ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د انګلستان خطرناک پیلوونکی وېکټ ساتونکی توپ وهونکی جاني بېرسټو د کرکټ په تاریخ کې یوه ځلېدونکې څېره ده.
ده سره اوس وخت کې آې پي ایل سیالیو ډېره مرسته وکړه؛ هغه دا چې د حېدراباد لپاره یې اوپننګ وکړ، کله چې اوپننګ کې خورا ښه وځلېد؛ نو د انګلستان کرکټ بورډ رهبریت ورته پام شو او دی یې د انګلستان لوبډلې لپاره د اوپننګ ځای ته وټاکه.
هماغه و چې په نړیوال جام کې یې انګلستان د جېسن رای په ملتیا د نړیوال جام تر پایلوبې راورساوه.
د جاني بېرسټو تراژیدي

جاني بېرسټو په ۱۹۸۹ م کال کې د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه د انګلستان په براډ فورډ یارکشایر سیمه کې زېږېدلی دی، اوس ۲۹ کاله عمر لري.
بېرسټو ۹ کلن و چې پلاریې ډېوېډ وفات شو، ډېوېډ هم د بېرسټو په څېر وېکټ ساتونکی توپ وهونکی و.
ډېوېډ  د ژور خفګان ناروغي درلوده، هغه له همدې ناروغۍ رنځېده او بالاخره له دې نړۍ رخصت شو.
بېرسټو په یوه مرکه کې ویلي، په ۱۹۹۸ م کال کې کله چې د ده پلار وفات شو، تر ټولو توره ورځ وه.
د بېرسټو مور جانېټ بېرسټو او خور یې رېبېکا بېرسټو نومېږي، دا دواړه اوس د سرطان یا کېنسر ناروغي لري او بېرسټو د دوی د درملنې سربېره کرکټ هم کوي او خورا ښه ځلېږي.
mother.JPG
بېرسټو ۲۰۱۱ کال کې لوبډلې ته راغلی او ۸ کلن کېریر یې نوموړی د نړۍ د کرکټ په لوبغالو بیخي ښه وځلاوه.
که وګورو د بېرسټو ژوند له ستونزو ډک و؛ خو بیا یې هم خپل همت ونه بایله او وروستیو شېبو یې مبارزې ته دوام ورکړ؛ د خپلې سختې خوارۍ له کبله اوس په هرچا ګران دی او د کرکټ مینوالو په زړونو کې د ښې لوبې له کبله ځای لري.
 
د بېرسټو وړوکتون.JPG