لیکنه: محمدصابر حمیدي
د هندوستان هیواد د کرکټ کورنیو تجارتي سیالیو ۱۳م پړاو نن شنبه مازدیګر پیلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.
دا دوې پياوړې لوبډلې نن مازدیګر ۶:۳۰ بجې لوبه پيلوي.
چینای سوپر کینګز، ډهلي کپيټلز، کینګز الیون پنجاب، کلکته نایټ رایډرز، رویال چلینجرز بنګلور، سنرایزر حیدراباد، راجستان رویالز او ممبي انډینز هغه اته لوبډلې دي، چې په آي پي ایل سیالیو کې به یو د بل په وړاندې ولوبیږي.
آی پي ایل سیالیو کې مینوال
سږ کال د کورونا ویروس له امله آی پي ایل لوبې د متحده عربي اماراتو په دریو لویو ښارونو کې ترسره کیږي.
د آی پي ایل سیالیو مسوولینو په لومړنیو کې ویله، چې د دې لیګ ټولي لوبې به د بندو دروازو تر شاه ترسره شي، خو د متحده عربي اماراتو د کرکټ مسوولینو بیا ویله، چې د هند په موافقه دوی ۳۰ سلنه نندارچیانو ته زمینه برابرولای شي.
له هغه وروسته لوبغالي ته د مینهوالو د تګ خبره دومره ګرمه نشوه.
خو اوس داسي راپورونه ورکول کیږي، چې لوبغالي ته ۳۰ سلنه نندارچیان ورتلای شي او نور نندارچیان به د ټلویزیون له لاري ټولي لوبي تعقیبوي.
آی پي ایل سیالیو کې افغان لوبغاړي
د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې سږ کال هم درې افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان او مجیب ځدران لوبیږي.
محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره او مجیب بیا د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای دی.
دا درې واړه افغان لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته رسېدلې او د نړۍ دې ستر سوداګریز لیګ ته یې د پوره چمتوالی خبر ورکړی.
ممکن دا درې افغانان تر نورو ښه وځلیږي؛ ځکه دوی تازه د ویسټ انډیز لیګ څخه ساتنه شوي او هلته یې هم په ګڼو لوبو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.