فري فایټ مسلمان لوبغاړي حبیب محمدوف یو په عقیده کلک مسلمان روسی لوبغاړی دی، چې ډېر کله د سیالۍ وروسته هم د حریف سره په میدان کې خپله همدردي ښيي او دغه اخلاقو یې زیات خلک هم حیران کړي.
دغه مسلمان لوبغاړي د فري فایټ په نړۍ کې یوه نه ماتيدونکي ریکارډ هم ثبت کړ، هغه دا چې نوموړي په سر په سر ۲۷ سیالیو کې ۲۷ واړه ټولې وګټلې، خو د هر څه سره سره بیا هم یو عاجزه او له اخلاقو ډک لوبغاړی دی.
یاد مسلمان لوبغاړي تېره شپه د ايرلینډ مغروره او ښکنځلي کوونکي فري فایټ لوبغاړی مات کړ او یو ښه درس یې هم ورکړ.
دغه ایرلینډی لوبغاړی کونر مک ګریکر په بداخلاقي، ښکنځلو کولو او ګستاخۍ مشهور دی.
په کوم میدان کې چې په دې ورځ د مسلمان حبیب محمدوف او کونر مک ګریکر سیالۍ تر سره کیده، زیات مینوال ځکه راغلي وه چې له وړاندې یې یو بل ته چلینج ورکړی و، خو د تالار ډېر زیات مینوال د ايرلینډي لوبغاړي مک ګریکر له پلویانو ډک و هماغه وه چې د سیالۍ د ختمېدو پر مهال د محمدوف په ګټه چيغې او چک چکې هم ونه وهل شوې.
https://www.youtube.com/watch?v=WbSzFmfogmk
ايرلینډي مک ګریکر له نړیوال شهرت سره، سره د سرمایه دارانو په قطار کې هم ولاړ دی خو چې څومره سرمایه داره دی هماغومره یې بد اخلاقي هم زیاته مشهوره ده.
د سیالۍ څخه دوه ورځې وړاندې کونر مک ګریکر د یوه خبرې کنفرانس پر مهال محمدوف ته سخت کلمات وکارول او پر هغه یې د سوک او لغتې وهنې هڅه وکړه خو لاسونه یې تر یو بله ونه رسیدل.
خو مسلمان لوبغاړی او فري فایټر خبیب محمدوف په ډېرې حوصلې سره پورته شو او د مک ګریکر د زرګونه مینوالو په مخکې یې وویل((مننه چې تاسې دلته راغلې یاست، ستاسو په خاطر دا سیالۍ تر سره کیږي، زه هم دلته راغلی یم، تر څو ستاسو دا هلک وډار کړم، هغه په ځمکه راوولم او د مخ نقشه به ورته بدلوم))
حبیب محمدوف هماغه کار وکړ، څنګه چې یې ژمنه کړې وه او د نړۍ په مخکې یې کونر مک ګریکر ته یو ښه درس ورکړ.
له سیالۍ وروسته، محمدوف د لمانځنې لپاره د رینک پر دیواله پورته کیږي، خو د له هماغه مخه ورته د مک ګریکر کوم همکار بد رد وایي، دا هم ځان نه شي کنټرولی او له دیواله پسې وردانګي په میدان کې جنګ جوړیږي، خو ژر بېرته د امنیتې مسؤلینو لخوا کنټرولیږي.
پوښتنه دا ده چې ولې دغه مسلمان لوبغاړي په دومره غوسه او جذبه لوبه وکړه؟
له هغې وروسته چې ايرلینډی مک ګریکر د روسي مسلمان لوبغاړي حبیب محمدوف ته چلینج ورکوي او سیالۍ وخت نژدې کیږي، تر سیالۍ دوه ورځې وړاندې د خبرې کنفرانس پر مهال مک ګریکر د شرابو ګیلاس حبیب ته نیسي، خو هغه یې دغه غوښتنه نه منې او ورته وایې چې (زه مسلمان یم)، تر دې وروسته مک ګریکر محمدوف ته سختې بدې ردې وایې، پلار یې هم ښکنځې او اسلام ته سپکاوي سربېره ورته وایي ((تاسې ټول ترورستان یۍ !))
له خبرې کنفرانس وروسته کونر مک ګریکر د محمدوف پر موټر برید کوي، پر چوکۍ د هغه او د همکارانو د بس موټر ښېښې ورماتوي خو دغه مسلمان لوبغاړی یې ټول کارونه په یوې مسکا سره تېروي.
د سیالۍ وروسته محمدوف په میدان کې خپله غوسه کنټرول نشوه کړی او د مک ګریکر پر یوه همکار یې له دیواله ورودانګل چې وروسته بیا محمدوف د دغه کار له امله بخښنه هم وغوښتنه.
د محمدوف یو شمېر مینوال وایي، مک ګریکر او ټیم یې په لوی لاس غوښتل تر څو له حبیب محمدوف څخه داسې یو عمل څرګند شي.
د فري فایټ نړیوال اداره وایي، هېڅ نه پوهیږي ولې داسې حالت رامنځته شو؟ خو وایي پلټنه یې کوي.
د حبیب د بریا راز څه دی؟
حبیب یو مسلمان لوبغاړی دی چې د کلکې عقیدې څښتن دی او تر څنګ یې ډېر ښه اخلاق هم لري.
سره له دې چې تر اوسه یې په UFC کې ۲۷ سیالۍ کړي او بغیر له بایللو یې ټولې ګټلې خو بیا هم کله چې سیالۍ وګټې همېشه خپله ګوته د اسمان په لور پورته کوي، وایي زه هېڅ نه یم هر څه رب کوي چې پاس دی.
تر دغه سیالۍ وړاندې هم مخکې له دې چې محمدوف د سیالۍ میدان ته داخل شي د رینک په دروازه کې د زینو له پاسه لومړی له خپله ربه د بریا د دعا هېله وکړه او بیا میدان ته داخل شو.