جیسن هولډر: په نړیوال جام کي زموږ هدف افغانستان دئ

رنګین تجريدي ډیزاین

لیکنه: فضل الله فضلي
د ویسټ انډیز لوبډلمشر جېسن هولډر د کرکیټ مشوري ویب پاڼي کریک انفو سره په تازه مرکه کي ویلي چي زموږ هدف په پنځوس اوریز نړیوال جام کي د افغان لوبډلي ماتول دي.
افغان لوبډلي نړیوال جام ته په تېر غوراوي کپ کي ویسټ انډیز دوه ځلي مات کړ او ددې جام پایلوبه یې هم له ویسټ اندیز څخه یو وړل.
هولډر وايي:
” زه هيله لرم، چي د افغانستان سره لوبه وکړم، ځکه چي دوی موږ ته په تېر غوراوي جام کي دوه ځلي ماته راکړې “
افغانستان په نړیوال جام کي خپله اخیرنۍ لوبه د ویسټ انډیز سره ترسره کوي، چي ممکن ددې لوبي په ګټلو سره یوه لوبډله وروستیو پړاونو ته لاره پیدا کړي.
همداراز هولډر يادي ویب پاڼي ته ویلي:

«په نړیوال جام کي زه د سر سیالیو ته فکر کوم، خو د افغانستان سره ځکه د لوبي ګټلو هدف ترلاسه کول غواړم، چي هغه بل پړاوو ته د وتلو چانس دئ او افغان لوبډله یوه ښه لوبډله ده او دوی عجب کارونه ترسره کړي دي.»

افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلي د تېر غوراوي جام په سوپر سیکس پړاوو کي ښه وځلېدلې، چي د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره د پنځوس اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو سره یو ځای سوې.

په نړیوال جام کي ټولي لس لوبډلي یو د بل پر وړاندي لوبیږي، چي په وروستيو لوبو کي افغان او انډیز لوبډلي د جولای میاشتي پر څلورمه نېټه په خپل منځ کي وروستۍ لوبه ترسره کوي.
هولډر ویلي:

«موږ د یو کمزوري نقطې څخه ګټه پورته کړو.»

افغان او ویسټ انډیز لوبډلي تراوسه پنځه ځلي په یو ورځنیو لوبو کي سره مخامخ سوي، چي درې افغان لوبډلي ګټلي، یوه ویسټ انډیز ګټلې او یوه بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.
جېسن هولډر په ۲۰۱۴م کال په ۲۳ کلنۍ کي د ویسټ اندیز لوبډلي د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر وټاکل سو.
هولډر په خپلي لوبډلشمرۍ تراوسه ویسټ انډیز ته په ۷۴ لوبو کي ۲۲ ګټلي، ۴۶ یې بایللي، ۴ بې نتیجې او ۲ مساوي پای ته رسولي دي.
د نوموړي د بریا سلنه د خپلي لوبډلي لپاره ۳۲ ده.