د حیدراباد بریا؛ افغان لوبغاړي راشدخان په زړه‌پورې توپ‌اچونه وکړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هند آی پي ایل سیالیو په روان ۱۳م پړاو کې د دوو افغان لوبغاړو راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل لوبډلې سنرایزر حیدراباد تر دوو ماتو وروسته په درېیمه لوبه کې بریا خپله کړه.
د آی پي ایل سیالیو په ۱۱مه لوبه کې پرون حیدراباد لوبډلې په ۱۵ منډو ډهلي لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې د حیدراباد لپاره افغان لوبغاړي راشدخان ښه توپ‌اچونه وکړه او د دریو مهمو ویکټو په اخیستلو سره یې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.

په پرونۍ لوبه کې د راشد توپ‌اچونه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي پرون د آی پي ایل سیالیو په ۱۱مه لوبه کې خورا ښه توپ‌اچونه وکړه او درې مهمې ویکټې یې واخیستلې.
راشدخان ارمان څلورو اورونو کې د ډهلې کرکټ لوبډلې درې مهم لوبغاړي شکر داوان، شرییاز آیر او ریشپ پنټ وسوځول.
هغه یادو اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او په ۳.۵ سټرایک ریټ سره یې توپ‌اچونه وکړه.

راشد په مخکنیو لوبو کې  ‍

د آی پي ایل سیالیو په ۱۳م پړاو کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې دا درېیمه لوبه وه، چې په درې واړه لوبو کې افغان لوبغاړی راشدخان ارمان ولوبېد.
راشدخان ارمان په لومړۍ لوبه کې څلورو اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې، خو کومه ویکټه یې وانه خیستله.
په دویمه لوبه کې یې بیا څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او یوازې یې یوه ویکټه واخیستله.

د پرونۍ لوبې حال

د آی پي ایل سیالیو ۱۱مه لوبه پرون سې شنبه د سنرایزر حیدراباد او ډهلي کپیټلز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د راشدخان لوبډلې حیدراباد په ۱۵ منډو ډهلي ته ماتې ورکړه.
په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې وکړې او ډهلي لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.
د حیدراباد لپاره بریسټو ۵۳، ډیویډ ورانر ۴۵، کین ویلمسن ۴۱ او صمد بیا ۱۲ منډې وکړې.
د ډهلي لپاره کیګسو ریباډا او همیت میشرا دوې ـ دوې ویکټې واخیستلې.
کله چې ډهلي لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې او په ‍۱۵ منډو توپیر یې ماته ومنله.
د ډهلي لپاره شکر داوان ۳۴، ریشپ پنټ ۲۸، هیټمایر ۲۱ او آیر بیا ۱۷ منډې جوړې کړې.
د حیدراباد لپاره راشدخان درې، بنوېشور کمار دوې، خو خلیل احمد او نترجان بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

 د آی پي ایل سیالیو ۱۲مه لوبه

د آی پي ایل سیالیو په ۱۲مه لوبه کې نن چهارشنبه ماښام ۶:۳۰ بجې کلکته نایټ رایډرز لوبډله د راجستان رویالز لوبډلې په وړاندې لوبیږي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.