خبريال: مدثر دعوت
هلمند کې د ملي بيرغ ملي ورځ ولمانځل سوه.
د زمري اوومه چې د بيرغ د ملي ورځي سره برابره ده، نن په هلمند کې په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سوه.
پدې مراسمو کي چې د هلمند د والي په ګډون، ملکي او نظامي چارواکو شتون درلودی،سرتېرو او عامو وګړو هم پکښې ګډون کړی وو.
د بيرغ د پورته کېدو تر مراسمو وړاندي د هلمند والي جنرال ياسين خان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې د زمري اوومه يې د ملي بيرغ ورځي ته ځانګړې کړېده،والي د بيرغ پر ارزښت او تاريخ باندي خبري وکړې،همدارنګه هغو سرتېرو ته چې د افغانستان د ملي بيرغ د ساتني او پالني لپاره شهيدان او ټپيان سوي دعا وکړه.
د بيرغ د پورته کولو تر مراسمو وروسته د لښکرګاه ښاروالۍ له لورې ۱۰۰۰ متره جوړ سوی بيرغ د ولايت مقام څخه د ځوانانو په ملتيا په لښکرګاه ښار کې وګرځول سو.
تېر کال د بيرغ ملي ورځي او د خپلواکۍ د سلمې کليزي په وياړ هم لښګرګاه ښاروالۍ زر متره بيرغونه جوړ کړي وه چې ځوانانو او مشرانو په خورا جذباتو او ولولو بدرګه کوله.
سږکال هم د هلمند تر څنګ په مرکز کابل او نورو ولايتونو کې د بيرغ ملي ورځ په خورا شاندارو مراسمو ولمانځل سوه.