د کاناډا په ګلوبل لیګ کې د کرېس چټکه سلیزه باران لاهو کړه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

کرېس ګېل چې په سوداګریزو لوبوکې پرې د لوبډلو له خوا بالران ډارول کېږي، وخت ناوخت یې اسمان څکې شپږیزې ننداره کوونکي خوشالوي او د لوبډلو مالکان په نڅا راولي.
د کاناډا سوداګریز کرکټ لیګ ( ګلوبل کرکټ لیګ) د جولای په ۲۵ مه نېټه د جمعې په ورځ د ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوی دی، په دې لوبو کې کرېس ګېل د وانکوور نایټس لوبډلې لوبډلمشر دی، تېر کال همدې لوبډلې د دې سیالیو لومړی پړاو اتلولي ګټلې وه.
د جولای په ۳۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ کرېس ګېل یو ځل بیا ځان ثابت کړ؛ چې رښتیا هم د شپږیزو پاچا دی، هغه د مونټریئل ټایګرز لوبډلې پر وړاندې په اونټاریو لوبغالي کې په ۵۴ توپونو د پولو یا بونډریانو باران وکړ، ۱۲ یې شپږیزې او ۷ یې څلوریزې ووهلې او ۱۲۲ منډې یې جوړې کړې.
کرېس ګېل چې اوپننګ ته راغلی و؛ ناټ اوټ ووت او زړه یې په توپ وهنه کې ښه یخ کړ.
هغه بالران سم وټکول او تقریبا ډېری بالران یې پرته له بونډرۍ پرېنښودل.
ګېل او توبیاس ویسي ۱۷۳ منډې د خپلې لوبډلې لپاره شریکې کړې.
chris gyle.jpg
که څه هم کرېس ګېل خورا هسکې شپږیزې ووهلې او په ۱۲۲ منډو ناټ اوټ ووت؛ خو باران هغه پرېنښود چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخلي.
د لوبې دوهمه پاڼۍ د دروند اورښت له کبله بیخي ونه شوه او لوبه باران بې پایلې کړه.
د کاناډا د سوداګریزو سیالیو ایله شپږ ورځې کېږي او تر دې دمه پکې ټولې ۸ لوبې شوي دي، چې اتمه لوبه یې باران نیمګړې کړه او د کرېس ګېل سلیزه یې هم لاهو کړه.
د نومرو جدول او لوبډلې
لومړۍ لوبډله برامپټن ولفز ده، دوهمه لوبډله د نجیب الله ځدران دې وېنېپېګ هاکس ده، دریمه لوبډله د کرېس ګېل وانکوور نایټس ده، څلورمه لوبډله د مونټریئل ټایګرز ده، پنځمه لوبډله د ټورنټو نېشنل ده او شپږمه لوبډله بیا د اېډمونټن رویالز ده.
نجیب الله ځدران تر اوسه په روانو لوبو کې نه دی لوبېدلی او اوس یې نوم هم په وېنېپېګ هاکس لوبډله کې نشته.