لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغان ۱۹کلنې ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی فضلحق فاروقي د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره یوځای شوی.
هغه د یادې لوبډلې سره دوه اونیزه تمریناتي کمپ ته غوره شوی، چې اوس په متحده عربي اماراتو کې د کینګز الیون پنجاب سره یوځای تمرینونه ترسره کوي.
افغان کرکټ بورډ ویلې، فضلحق د هندوستان غوره لیګ ۱۳م پړاو سیالیو په موخه د چمتوالي ۲۹ ورځني تمریناتي کمپ ته غوره شوی، چې د توپاچونکو(Net Bowler) رول اداء کوي.
خپله فضلحق له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلې، چې د یادې نامتو لوبډلې سره تمرینونه کول به یې پر وړتیا ډېر مثبت تاثیر وکړي.
په یاده لوبډله کې د ملې لوبډلې بل نامتو لوبغاړی مجیبځدران هم شتون لري.
مجیبځدران لا تراوسه د یادې لوبډلې سره نه دی یوځای شوی؛ ځکه هغه اوس د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې بوخت دی.