د انګلستان کرکټ لوبډله سویلي افریقا ته سفر کوي او هلته به درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.
خو ځېنو رسنیو راپور ورکړی، چې ښایي د انګلستان دا سفر تعلیق شي.
ځکه په سویلي افریقا کې هم د کرونا ویروس تهدید زیات دی او کېدای شي د انګلستان حکومت زړه ښه نه کړي، چې لوبډله افریقا ته واستوي.
د جمعې په ورځ د افریقا د کرکټ بورډ غړو هم غونډه درلوده او کېدای شي چې حکومت یې ورته یا د لوبولو او یا هم نه لوبېدلو اجازه ورکړل شي.
یعقوب چې د سویلي افریقا د یوې محکمې قاضي دی، یوه خبري غونډه کې وویل، چې که تر ماښامه پورې د انګلستان حکومت یا کرکټ بورډ د سفر په اړه وروستۍ پرېکړه ونه کړي، کېدای شي د انګلستان د سفر لپاره تشویق نه شي.
یعقوب د افریقا د ورزش وزیر ناتي متېتېوا له خوا د تېرې اکټوبر میاشتې په ۳۰ مه نېټه د کرکټ بورډ د رهبرۍ برخې لپاره وټاکه.
دا چاره وروسته له هغې وشوه، د افریقا د کرکټ بورډ شپږو غړو د اکټوبر په ۲۵ مه استعفاوې وکړې.
د انګلستان کرکټ لوبډله باید د نومبر له ۲۷ مې وړاندې سویلي افریقا ته ولاړه شي، هلته تمرینات ترسره کړي او له حالت یا کنډېشن سره ځان اشنا کړي.
د انګلستان او سویلي افریقا لوبې
دواړه لوبډلې درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ کرکټ لوبې لري.
لومړۍ شل اوریزه لوبه د نومبر په ۲۷ مه د جمعې په ورځ په پارل لوبغالي کې ترسره کوي، دویمه شل اوریزه لوبه د نومبر په ۲۹ مه د یکشنبې په ورځ په پارل لوبغالي کې کوي.
درېیمه شل اوریزه لوبه د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ په پلازمېنه کپټاون کې ترسره کوي.
دواړه سیالې لوبډلې د یو ورځنیو لوبو پیل د ډېسمبر په ۴ مه کوي او د ډېسمبر په ۹ مه به وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
درجه بندۍ کې د لوبډلو مقامونه
د انګلستان کرکټ لوبډله، په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې له سویلي افریقا مخکې ده.
په شل اوریزو لوبو کې د انګلستان کرکټ لوبډله لومړی مقام لري او ۲۷۵ رېټېنګ لري.
د سویلي افریقا لوبډله ۲۵۸ رېټېنګ لري او پنځم ځای یې نیولی دی.
د انګلستان کرکټ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او رېټېنګ ۱۲۳ دی؛ خو د افریقا لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې پنځم ځای خپل کړی او نومرې یې ۱۰۸ دي.
انګلستان په ټېسټ لوبو کې څلورمه لوبډله ده او نومرې یې ۱۰۶ دي.
د افریقا لوبډله شپږم مقام کې ده او ۹۰ نومرې لري.
که په درجه بندۍ شي د انګلستان لوبډله مخکښه ده او که رښتیا خبره وشي، تر افریقايي لوبډلې اوس وخت کې د انګلستان لوبډله ډېره ټچ او فوم کې ده.
خو افریقا ته به یو شی، ډېره ګټه ورسوي، چې لوبغالي او هېواد یې خپل دی او دا د ګټلو مُرال ورکولای شي.