لیکنه: محمدصابر حمیدي
د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پی ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنلګور لوبډلې نامتو او تکړه توپوهونکی اي بي ډیویلرز تېره ورځ د بنګلور لپاره ښه توپوهنه وکړه او آی پي ایل سیالۍ یې خورا ښې راپيل کړې.
پرونۍ لوبه کې د ډیویلرز توپوهنه
ډیویلرز پرون د بنګلور په ګټه د حیدرآباد لوبډلې په وړاندې ۵۱ منډې په ۳۰ توپونو جوړې کړې.
هغه په خپله پرونۍ لوبه کې څلور څلوریزې او دوې بیا شپږیزې ووهلې.
له هغه وروسته د پانډیا له لوري رن اوټ شو.
د IPL لوبو ته د ډیویلرز چمتوالی
ډیویلرز یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې د نورو هیوادونو ترڅنګ په افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینوال لري او له توپوهنې یې خوند اخلي.
ډیویلرز دوې میاشتې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، کرکټ ته ښه راستنېږم، چې د هغه موخه آی پي ایل لوبې وې.
هغه دا هم ویلې وه، چې خالي لوبغالی به یې پر لوبې هیڅ راز تاثیر ونلري او له مینوالو پرته په تش لوبغالي کې به هم ښه کرکټ وکړې.
د حیدراباد او بنګلور ترمنځ د پرونۍ لوبې حال
پرون د آی پي سیالیو په درېیمه لوبه کې رویال چلینجرز بنګلور او سنرایزر حیدرآباد لوبډلې سره ولوبېدې، چې حیدراباد لوبډلې د ۱۰ منډو په توپیر بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په یاده لوبه کې لومړی رویال چلینجرز بنګلور توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره حیدراباد لوبډلې ته د ۱۶۴ منډو هدف وټاکی.
د بنګلور لپاره پادیکال ۵۶، ډیویلرز ۵۱ او ایرون پنیچ بیا ۲۹ منډې جوړې کړې.
د حیدراباد لوبډلې لپاره بنوېشور کمار، ویجې شنکر او ابیشک شرما یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.
کله چې حیدراباد لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۹،۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۳ منډې وکړې او په ۱۰ منډو توپیر يې ماته وخوړه.
حیدراباد لوبډلې بریسټو ۶۱، پانډیا ۳۴ او ګارګ بیا ۱۲ منډې وکړې.
د حیدراباد لپاره درې ویکټې یوزیندرا چاهال، دوې ـ دوې ندیف ساین او شیوام دوبي او یوه ویکټه بیا ډیل سټین واخیستلې.
د آي پي ایل څلورمه لوبه
د آی پي ایل سیالیو څلورمه لوبه نن سې شنبه ماښام ۶:۳۰ بجې راجستان رویالز او چینای سوپر کینګز کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې ترسره کوي.