کېمرن ډېلپورټ په بلاسټ سیالیو کې چټکه سلیزه ووهله

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

کېمرن ډېلپورټ چې د افریقا کيڼ لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی دی، د نړۍ مختلفو لیګونوکې د پام وړ لوبغاړی دی، نوموړی د بلاسټ سیالیو په بي ګروپ کې له اي سېکس لوبډلې سره لوبېږي، هغه د تېرې جمعې په ورځ د جولای په ۱۹ مه نېټه تر دې دمه په روانو بلاسټ سیالیو کې تر ټولو چټکه سلیزه ووهله او لوبډله یې د ۵۲ منډو په توپير بري ته ورسوله.
د جنوبي ګروپ دوه لوبډلې سُري او اِي سېکس په کاونټي لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ووتلې، لومړی توپ وهنه اِي سېکس لوبډلې وکړه، دې لوبډلې د افریقایي کېمرن ډېلپورټ د لوړو شپږیزو او غوره توپ وهنې په مرسته تر دې دمه د روانو بلاسټ سیالیو لوړ هدف وړاندې کړ.
کېمرن ډېلپورټ په ۴۹ توپونو کې ۲۱ بونډریانې ولوبولې؛ هغه ۱۴ شپږیزې او ۷ څلوریزې ووهلې او ۱۲۹ منډې یې جوړې کړې.
د نوموړي د ښې توپ وهنې له کبله د اِي سېکس لوبډلې منډې تر ۲۲۶ ورسېدې.
له هغه سره ډانیل لاورېنس ۵۷ ناسوځېدلې منډې ورشریکې کړې.
دا په روانو بلاسټ سیالیو کې لومړۍ او چټکه سلیزه ده، چې ډيلپورټ ووهله او ۲۰۱۹ م کال وېټلېټي بلاسټ سیالیو کې یې بنسټ کېښود.
اِي سېکس لوبډلې لوبه په ۵۲ منډو وګټله او د جنوبي ګروپ د نومرو په جدول کې یې دریم مقام وګاټه، دې لوبډلې دوه لوبې کړي، چې یوه یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
د بلاسټ لیګ د پیل سیالۍ کې د مجیب الرحمن دې لوبډلې مېډل سېکس اِي سېکس لوبډله ماته کړې وه.

د جمعې د ورځې لوبه د اورښت له امله ۱۵ اورونو ته راښکته شوې وه.
کېمرن ډیلپورټ د بلاسټ سیالیو په تاریخ کې دریم لوبغاړی شو، چې په ۳۸ توپو چټکه سلیزه وهي.
ډيلپورټ او ډانیل لاورېنس په ۷ اورونوکې ۱۳۵ منډې ملګرتیا وکړه .
ډیلپورټ او لاورېنس ټام کورن باندې د شل اوریزو سوداګریزو لیګونو د زیاتو منډو ورکوونکي توپ اچوونکي مُهُر ولګاوه، له ټام کورن څخه یې درې اورونوکې ۶۳ منډې واخېستې.
سُري لوبډلې په ۱۵ اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډې وکړې او لوبه ترې اِي سېکس لوبډلې په ۵۲ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی ډیلپورټ اعلان شو.